په کراچۍ ښار کې نیم پوځي ځواک رېنجرز ویلي چې د شورو او زیارت په منځنۍ شپه کې يې ترسره کړو عملیاتو کې درې خطرناک ترهګر وژلي دي چې تعلق يې د القاعده، داعش او تحریک طالبان سوات ډلو سره دی.
د پاکستان صدر ممنون حسېن، وزیراعظم نوازشریف او د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډ ټرمپ ته په انتخاباتو کې بریالیتوب باندې مبارکي ورکړې ده.
دپاکستان دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې ديوې ترافيکي حادثې له امله لږ ترلږه ١١ کسان مړه شوي او٢٠ نور ژوبل شوي دي.
پاکستاني چارواکو دجعلي شناختي کارډ په تور نيول شوې مشهوره افغان ميرمن شربت ګله دتورخم په پوله افغان چارواکو ته سپارلې ده.
په دې اړه متضاد راپورونه دي چې ايا پاکستان کې به چارواکي دشنو سترګو مشهوره افغان ميرمن شربت ګله خپل وطن افغانستان ته ستنوي که نه
افغانستان سره دلګيدلې پاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ لرې پرته سيمه تيراه کې ديوې بمي چاودنې له امله يو عسکر وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
په دغو ترهګرو کې په کال ۲۰۱۴م کې د پېښور په باچاخان هوايي ډګر باندې کوزېدونکې د پي آيي ای په الوتکه ډزې کوؤنکی بریدګر هم شامل دی، په الوتکه ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او دوه مسافر ژوبل شوي وو.
د پاکستان ستره محکمه کې نن د ګل/دوشنبې په ورځ د پاناما لیکس په اړوند شوؤ خواستونو اورېدنه شوې او د وزیراعظم نوازشریف دوه زامنو حسن او حسېن نواز او لور مریم صفدر يې خپل ځوابونه عدالت ته وړاندې کړي دي.
وزيراعلا پرویز خټک ويلی دي دوېي جگړه نه کوي خو وزيراعظم نوازشریف دې د چين پاکستان اکنامک کوریډیور په سر د ټول قوم سره کړي خپل لوظونه پوره کړي- ا
د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) کې ورته د جایز حق نه ورکړې کېدو پرضد د صوبې لوی عدالت (هائیکورټ) ته ځي او د عدالت د لارې د مرکزي حکومت نه په دغه پروژه کې خپل حق غواړي.
د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلع کې د وسله والو او پولیس ترمنځ نښته کې دوه ترهګر او يو پولیس وژل شوی دی.