This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3547089.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-11-01. The original page over time could change.
دعاشورې په موقع پاکستان کې سخت امنيتي تدابير

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

دعاشورې په موقع پاکستان کې سخت امنيتي تدابير


خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سندهـ او پنجاب کې دلسم محرم دماتمي جلوسونو دتحفظ لپاره دجلوسونو په تيريدونکو لارو ازغن تارونه، خفيه کيمرې لګول شوي دي.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

دخېبرپښتونخوا په ګډون دپاکستان ټولو برخو کې نن دشورو په ورځ دلسم محرم عاشورې په موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي او دکومې ممکنه بدې پېښې مخنيوي لپاره په حساسو مقاماتو دپاکستاني پوځ او پوليس عسکر تعينات کړى شوي دي.

خېبرپښتونخوا، بلوچستان، سندهـ او پنجاب کې دلسم محرم دماتمي جلوسونو دتحفظ لپاره دجلوسونو په تيريدونکو لارو ازغن تارونه، خفيه کيمرې لګول شوي دي.

ټول هيواد کې دامام باړو او ماتمي جلوسونو دتحفظ لپاره اضافي عسکر ګمارل شوي دي او دهيواد حساسو سيمو کې دموبايل فون سروس هم ځنډول شوى دى.

دپاکستان دکورنو چارو دوزارت دوياند وينا ده چې دعاشورې په موقع هيواد کې دامن وامان دوضعې برقراره ساتلو لپاره دکورنو چارو وزارت دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې(نيکټا)سره په ګډه دامنيتي انتظاماتو څارنه کوي.

دداخله وزارت دوياند وينا ده چې دعاشورې په موقع دټول هيواد ښارونو او کليو کې دصوبو په خواست دلږ ترلږه وخت لپاره دموبايل فون خدمات بندولى شي.

دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور، کويټې، سندهـ، لاهور، اسلام اباد او نورو ښارونو کې دوړاندې څخه دموټر سايکلو په غبرګې سورلۍ بنديز لګول شوى دى.

دټولو حساسو سيمو په سرکاري هسپتالونو کې بيړنى وضعيت هم پځايې کړل شوى دى.

لويو ښارونو کې دماتمي جلوسونو دلارو هوايي څارنه هم کولى شي او ددې ترڅنګ قانون پځايې کوونکې ادارې دخفيه کيمرو له لارې دجلوسونو لارې څاري.

Back to top
XS
SM
MD
LG