کرزی؛ د ډیورنډ کرښه باندې جنګ نه کوؤ خو په رسمیت یې هم نه منو
لاس رسیدونکی لینک دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ [#content] دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ Search Learning English Search ژبې د غږ ونو تفصیل انټرنیټ ټي وي کور پاڼه د سېمې خبرونه پښتونخوا بلوچستان قبائیلې سېمې پاکستان امریکا نړۍ افغانستان داعش او تندروي ټې وي د ریډیو پرگرامونه Login / Register نور Learning English VOA Deewa TV تازه خپرونه ډیوه ریډیو په ټې وي راتلونکي 22:00 - 23:00 ډیوه ریډیو په ټې وي 07:00 - 08:00 ډیوه ریډیو په ټې وي نور ټي وي Program Index Deewa په ژوندۍ بڼه ژوندۍ Deewa راتلونکي 18:00 - 19:00 خبرونه 19:00 - 20:00 هېلو وي او اې ډیوه ریډیو 20:00 - 21:00 خبرونه نور ریډیو Program Index Previous Next 0 Breaking News Previous Next 0 Live خبرونه کرزی؛ د ډیورنډ کرښه باندې جنګ نه کوؤ خو په رسمیت یې هم نه منو June 17, 2016 هغه وویل د ډیورنډ کرښه هغه زخم دی چې یو افغان یې هم نشي هیرولی شریکول Share on Facebook Share on Twitter Share on Google+ دوست ته استول پيښور — دافغانستان پخواني اولسمشر ښاغلي حامد کرزي وئیلي د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ وروستې جنجالونه د تورخم په لیکه پیدا شوي ، پاکستان په دغه پوله هاغه څه ته لاس اچولی چې افغانانو ته د منلو نه دي. برتانوي خبري شبکې سره یوه مرکه کې ښاغلي کرزي وئیلي د تورخم پوله نه افغانستان په رسمیت منلې اؤ نه به یې ومني خو دا هم نه غواړي چې یوازې ددغه پولې پسر پاکستان سره لانجې یا جګړه جوړه کړي. هغه وویل پاکستان په دې خفه دی چې افغانستان هند سره ولې اړیکې لري خو مونږ وایو چې که د پاکستان اؤ هند ترمینځ خبرې اترې کیدی شي ، د دواړو هیوادونو صدراعظمان خپلو کې ناستې کولی شي نو افغانستان اؤ هند یې ولې نه شي کولی. حامد کرزي زیاته کړې ده په سیمه کې چې اوس د افغانستان، هند اؤ ایران تر مینځ کوم اتحاد جوړیږي مونږ پکې پاکستان ته هم هرکلی وایو خو دپاکستان شرط دادی چې د افغانستان دې پاکستان سره اړیکې نه وي اؤ دې ته افغانان تیار نه دي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وئیلي چې د ډیورنډ کرښه د افغانانو دپاره د هاغه زخم په څیر ده چې افغانان یې کله هم نه شي هیرولی . پخواني اولسمشر وویل افغانستان دغه قضیه ځکه تر اوسه نړیوالې محکمې ته نه ده وړې چې دا یوه نړیواله ستونزه نه ده بلکې د استعماریت میراث دی اؤ دواړه هیوادونه یې په شریکو هڅو هوارولی شي. Back to top Follow Us Info وې او اې ډیوه موضوعات پښتونخوا قباېلي سېمې بلوچستان پاکستان افغانستان ګاونډي هېوادونه امریکا نړۍ فلم،هنر او لویې XS SM MD LG