د تورخم په پوله پاکستان سرغړونه نه ده کړې، سرتاج عزيز
لاس رسیدونکی لینک دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ [#content] دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ Search Learning English Search ژبې د غږ ونو تفصیل انټرنیټ ټي وي کور پاڼه د سېمې خبرونه پښتونخوا بلوچستان قبائیلې سېمې پاکستان امریکا نړۍ افغانستان داعش او تندروي ټې وي د ریډیو پرگرامونه Login / Register نور Learning English VOA Deewa TV تازه خپرونه ډیوه ریډیو په ټې وي راتلونکي 22:00 - 23:00 ډیوه ریډیو په ټې وي 07:00 - 08:00 ډیوه ریډیو په ټې وي نور ټي وي Program Index Deewa په ژوندۍ بڼه ژوندۍ Deewa راتلونکي 18:00 - 19:00 خبرونه 19:00 - 20:00 هېلو وي او اې ډیوه ریډیو 20:00 - 21:00 خبرونه نور ریډیو Program Index Previous Next 0 Breaking News Previous Next 0 Live خبرونه د تورخم په پوله پاکستان سرغړونه نه ده کړې، سرتاج عزيز June 16, 2016 سرتاج عزيز ويلي په پوله د پاکستان لخوا کوم يرغل نه دی شوی ځوابي ډزې شوي دي او زياته کړې يې ده حکومت يې د دروازې جوړولو دپاره پُرعزم دی . شریکول Share on Facebook Share on Twitter Share on Google+ دوست ته استول کراچۍ — د پاکستان وزيراعظم د خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز ويلي سرحدي انتظام (بارډرمنېجمنټ) د پاکستان او افغانستان دواړو دپاره ګټور دی او ويلي يې دي د تورخم په پوله دروازه جوړولو کې مونږ د کوم تړون سرغړونه نه ده کړې . بل لور ته پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال ويلي پاکستاني چارواکو سره يې د تاسيساتو د جوړولو په کار پېل کولو باندې هيڅ ډول موافقه نه ده شوې . سرتاج عزيز نن د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وينا کې ويلي د تورخم په پوله د دروازې جوړولو نه وړاندې افغان چارواکي خبر کړی شوي، افغان سفير سره په ليدنو کې د دروازې په جوړولو موافقه شوي او دغه دروازه د پاکستان په حدودو کې جوړولی شي . سرتاج عزيز ويلي سرحدي انتظام د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دی . افغانستان ته ويل شوي چې د جون د وړومبۍ نېټې نه به په پوله د راوړېدونکو خلکو سفري اسناد کتلی شي او پاکستان د تورخم په پوله د کوم تړون سرغړونه نه ده کړې . هغه ويلي په پوله د پاکستان لخوا کوم يرغل نه دی شوی ځوابي ډزې شوي دي هغه ويلي حکومت يې د دروازې جوړولو دپاره پُرعزم دی . بل لور ته پاکستان کې د افغانستان سفير عمرزاخېلوال نن د زيارت په ورځ په خپل فېس بک پاڼه ليکلي چې د شورو په ورځ يې د پاکستان د پوځ د پلاوي سره په ليدنه کې " په اوربند، د ستونزې په اړوند په لوړه کچه تماس، د يو لوړ پوړي پلاوي په چوکاټ کې د خبرو د لارې د موضوع په چټک حل او د خبرو تر پايلي پورې په تاسيساتو د کار بند ساتلو" په اړه خبرې اترې شوي دي . نوموړي ويلي د پاکستان لخوا د تاسيساتو د جوړولو په کار پېل کولو باندې هيڅ ډول موافقه نه ده شوې او زياته کړې يې ده په دغه اړوند يې نن د پاکستان پوځي مشرتابه ته يو پېغام استولی دی چې " نه یواځی دا چی د توقع خلاف تاسی کار ندی درولی تر څو د خبرو دلاری حل ته فرصت ورکړۍ بلکی په غلطه مو داسی ښودلی چی ستاسی د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی. زه ستاسی دا خبره په صراحت او وضاحت ردوم". افغان سفير په فېس بک ليکلي بيان کې پاکستان ته ګواښ کړی چې " که چیری تاسی کار ونه ځنډوۍ تر څو د خبرو د لاری دا کړکیچ حل شی نو دلیل نه پاتی کیږی چه زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم . ددی موضوع د راتلونکې هرې ناخوالۍ عواقب به د پاکستان په غاړه وي " . د اتوار په شپه د پاکستان او افغانستان په ګډه پوله تورخم د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د شورو د ورځې پورې د دواړو خواؤ د ځواکونو لخوا په يو بل وخت په وخت د ډزو سلسله روانه وه چې پکې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله هم اوختې ده . تېره ورځ بيا د دواړو خواؤ نه په پوله اوربند اعلان شوی ؤ . د شورو په ورځ افغان سفير عمرزاخېلوال يو بيان کې ويلي ؤ د پاکستان اړونده چارواکو سره شوو ليدنو کې تورخم کې په اوربند، د تاؤتريخوالي په کمولو او د پولې دواړو خواؤ ته دپوځيانو شمېر کې په کمي کولو اتفاق شوى دى . افغان حکومت په پوله د رامنځته شوې شخړې پړه په پاکستان اچوي او وايي چې په پوله يې د نړيوال قانون د سرغړونې او د دوې د خبرولو پرته دروازه جوړوله ځکه دغه نښته پېل شوې ده . ولې پاکستان وايي په پوله يې خپل لوري دروازه په دې موخه جوړوله چې د ترهګرو د راتګ سره د څارنې موثر نظام جوړ کړی شي . د اتوار په شپه په پوله د نښتې نه پس نن د څلورمې ورځې پورې د تورخم پوله تړلې پرته ده چې له امله يې دواړو غاړو ته تلونکي خلک د ستونزو سره مخامخ شوي او په دواړو غاړو خواؤ ته ګېر پاتې شوي دي . Back to top Follow Us Info وې او اې ډیوه موضوعات پښتونخوا قباېلي سېمې بلوچستان پاکستان افغانستان ګاونډي هېوادونه امریکا نړۍ فلم،هنر او لویې XS SM MD LG