Below is the text of the page https://www.voadeewaradio.com/a/3377250.html stored 2016-06-27 by archive.org.ua. The original page over time could change. View as original html

عمر زاخيلوال وايي دتورخم په پوله په اوربنداتفاق شوى

لاس رسیدونکی لینک دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ [#content] دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ Search Learning English Search ژبې د غږ ونو تفصیل انټرنیټ ټي وي کور پاڼه د سېمې خبرونه پښتونخوا بلوچستان قبائیلې سېمې پاکستان امریکا نړۍ افغانستان داعش او تندروي ټې وي د ریډیو پرگرامونه Login / Register نور Learning English VOA Deewa TV تازه خپرونه ډیوه ریډیو په ټې وي راتلونکي 22:00 - 23:00 ډیوه ریډیو په ټې وي 07:00 - 08:00 ډیوه ریډیو په ټې وي نور ټي وي Program Index Deewa په ژوندۍ بڼه ژوندۍ Deewa راتلونکي 18:00 - 19:00 خبرونه 19:00 - 20:00 هېلو وي او اې ډیوه ریډیو 20:00 - 21:00 خبرونه نور ریډیو Program Index Previous Next 0 Breaking News Previous Next 0 Live پاکستان عمر زاخيلوال وايي دتورخم په پوله په اوربنداتفاق شوى June 15, 2016 دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزازاحمدچوهدري اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخيوال دبهرنو چارو وزارت ته غوښتى او دتورخم په پوله شوو ډزو کې يې ورته دپاکستاني پوځ ديو افسر په وژنه سخت احتجاج کړى دى. شریکول Share on Facebook Share on Twitter Share on Google+ دوست ته استول پيښور — پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال ويلي پاکستاني چارواکو سره شوو ليدنو کې دتورخم په پوله په اوربند اتفاق شوى دى. په ډاګه دې وي چې له دې وړاندې دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي په دواړو خواوو دتاوتريخوالي دختمولو غږ کړى و. دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزازاحمدچوهدري اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخيوال دبهرنو چارو وزارت ته غوښتى او دتورخم په پوله شوو ډزو کې يې ورته دپاکستاني پوځ ديو افسر په وژنه سخت احتجاج کړى دى. دپاکستاني چارواکو ترمخه په ١٣م جون دتورخم په مقام دافغان ځواکونو ډزو کې ژوبل شوي ميجر علي جواد خان دنه ېپه ورځ دپيښور په يو روغتون کې ساه ورکړې وه. په عين حال کې يو بيان کې افغان سفير حضرت عمرزاخيوال ويلي دشورو په ورځ يې دپاکستان اړونده چارواکو سره شوو ليدنو کې تورخم کې په اوربند، دتاوتريخوالي په کمولو او دپولې دواړو خواوو ته دپوځيانو شمير کې په کمي کولو اتفاق شوى دى. افغان سفير ويلي دتورخم دپولې په اړه پاکستاني مشرانو سره شوې ليدنه ګټوره وه. له دې وړاندې عمر زاخيلوال دشورو په سحر خپل يو بل بيان کې ويلي وو په ١٣مه مئ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل سره شوې ليدنه کې دتورخم په مقام دګيټ جوړولو په اړه اتفاق نه و شوى او دهغه په قول دغه رقم خبرونه بې اساسه دي. په عين حال کې دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري دشورو په ورځ افغان سفير سره دليدنې څخه وروستو يو بيان کې دافغانستان له لوري مخې ته راغلي هاغه بيانونه رد کړي چې پکې ويل شوي دګيټ جوړول ددواړو هيوادونو ترمينځ دشوو لوظنامو څخه سرغړونه ده. دخارجه وزارت بيان کې دعوه شوې چې دپولې دڅارنې دموثره کولو لپاره دجوړونې کار دپاکستان په حدودو کې کولى شي او ددې کار پيل تيره مياشت ددواړو هيوادونو دچارواکو ترمينځ شوو غونډو کې په دغه اړه درايې داتفاق څخهوروستو شوى. دبيان ترمخه په فغان حکومت ټينګار شوى چې دپاريدونکو ډزو دلړۍ اودرولو لپاره په سمدستي توګه ګامونه واخلي. Back to top Follow Us Info وې او اې ډیوه موضوعات پښتونخوا قباېلي سېمې بلوچستان پاکستان افغانستان ګاونډي هېوادونه امریکا نړۍ فلم،هنر او لویې XS SM MD LG