This version of the page http://www.pashtovoa.com/a/3375658.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-06-27. The original page over time could change.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نوی روزونکی یو هندوستانی لوبغاړی دی

د لاس رسي وړ اتصالات

  • اصلي متن ته لاړ شئ
  • عمومي لارښود ته لاړ شئ
  • لټون ځای ته لاړ شئ
ژبې
لوبې-روغتیا

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نوی روزونکی یو هندوستانی لوبغاړی دی

  • مطیع الله عابد

Afghanistan Cricket team in uae

  • په فېس بوک یې شریک کړۍ
  • په ټویټر یې شریک کړۍ
  • Share on Google+
  • ملگری ته یې ایمیل کړئ

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې سږ کال جون جولايي کې د سکاټ لینډ،ایر لینډ او هالینډ سره نړیوالې سیالۍ لري، بل کال ته به د کرکټ د اولې درجې دوه سترو ټیمونو ویسټ انډیز او نیوزي لینډ سره سیالۍ ولري.

دا خبر د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس ښاغلي نسیم الله دانش د امریکا غږ آشنا راډیو اوونیزې خپرونې اشنا سپورټس کې د اوریدونکو د پوښتونو د ځواب په وخت کړیده. هغه ویلي چې د ویسټ انډیز او نیوزي لینډ د کرکټ ادارو سره ېې هوکړه شویده او د لوبو د ځای او حتمي نیټو په اړه به هم زر معلومات وشي.

ښاغلي دانش د کرکټ مینه والو ته دا زیری هم لري چې راروانه میاشت چې ایر لینډ سره د کرکټ کومې پینځه یو ورځنۍ سیالۍ کیږي ،هغه به هم په تلویزون د لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم دانش

د کرکټ د ملي ټیم د رورزونکي د انتخاب په اړه ښاغلي دانش وویل چې دوي د هند یو پخوانی د کرکټ لوبغاړی د کرکټ د ملي ټیم د روزونکی په توگه غوره کړیدی، چې توپ وهونه کې شهرت لري، زر به ېې نوم اعلان شي.

د سکاټ لینډ ،اېرلینډ او هالینډ سره د راتلونکو سیالیو دپاره د کرکټ د ملي ټیم په اړه ښاغلي دانش وویل چې ټیم غوره شویدی او د جون په اخري اوونۍ کې به ې اعلان وشي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم دانش د اوریدونکو د پوښتونو په ځواب کې وویل چې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی شفیق الله شفق د نظم یا ډسپلن د نه مراعت کولو په سبب د ټیم نه بهر ساتل شویدی او هر کله چې نظم او ضبط ېې تضمین شي ،نو بیرته به ټیم ته راشي. د بل لوبغاړي عثمان غني په اړ ه ېې وویل چې هغه د شل اوریزو لوبغاړی دی او راتلونکې سیالۍ شل اوریزې نه دي.

ښاغلي دانش د کرکټ مینه والو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې ملي ټیم او بل هر ټیم کې لوبغاړي د وړتیا په اساس اخیستل کیږي او انتخاب کې مکمل شفافیت عملي کیږي.

  • مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

    گډون کول

دا مو هم ښایي خوښ شي

  • افغانستان

    د کندز والي: طالبان په کندز د برید توان نه لري

  • لمړي خبرونه

    ډیلي وايي پاکستان تل د هند د بی ثباتۍ هڅې کوي

  • نړۍ

    بریتانیا میشت کارګر خپلې راتلونکې ته اندیښمن دي

  • نور خبرونه

    په کندز کې کاروبار او مزدوي کمه شوې ده

  • نور خبرونه

    سیلابونو د امریکا په ویرجینا کې لسګونه کسان مړه کړي

  • دویمه سهارنۍ خبري خپرونه

    دویمه سهارنۍ خبري خپرونه

  • د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه په ۳ دقیقو کې

    د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه په ۳ دقیقو کې

  • لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

    لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

  • خبرونه

  • خبرونه

  • د اشنا راډیو وروستۍ ماښامنۍ خپرونه

    د اشنا راډیو وروستۍ ماښامنۍ خپرونه

  • د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

    د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

  • د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

    خبرونه او د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

  • گفت و شنود - خبرې اترې

    گفت و شنود - خبرې اترې

  • ماښامنۍ خبري خپرونه

    ماښامنۍ خبري خپرونه

Back to top
XS
SM
MD
LG