18 حمل, 1395
ژوندۍ خپرونه او مهال ویش
ټولنیزې رسنۍ

 اشنا تلويزیون
 کاروان

خبرونه

په لاهور کې چاودنې ٧٠ کسان وژلي دي

د پنجاب د حکومت یو مشاور سلمان رفیق مطبوعاتو ته ویلي دي چې  چې اکثره وژل شوي میرمنې او ماشومان دي. په چاودنې کې ٧٠ کسان وژل شوي او شاوخوا ٣٠٠ کسان ژوبل شوي هم دي.

ښاغلی رفیق وایي ژوبل شوي کسان روغتون ته انتقال شوي چې ځیني یې کاري زخمیان شویدي. د چاونې پر وخت پاکستاني مسحیانو د ایسټر جشن لمانځه.

ددې برید مسؤلیت د تحريک طالبان پاکستان څخه جلا شوې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف دفتر ویلي دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د لاهور د مرگوني برید په تړاو له ښاغلي شریف سره تلیفوني خبرې کړي دي او خپله غمشریکي او همدردي یې ورته وړاندې کړې ده. ښاغلي شریف په دې خبرو کې ښاغلي غني ته ویلي دي چې ترهگر له پاکستان څخه په تیښته دي او اوس اسان هدفونه لکه پر ښځو او ماشومانو باندې بریدونه ترسره کوي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د پاکستان د لاهور ځانمرگی برید غندلی او د پاکستان د ولس او حکومت سره د خواخوږۍ د څرگندولو په ترڅ کې یې ویلي چې "دا څرگندوي چې د نړۍ هیڅ ځای د ترهگرۍ له گواښ نه مصؤون ندی، او لازم دي چې مونږ ټول سره ددې نړیوال گواښ په وړاندې رښتنې همکاري ولرو."

د پنجاب صوبې وزير اعلي شهباز شريف د چاؤدنې څخه وروسته په صوبه کې د دريو ورځو ماتم اعلان کړى دى.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف د دوشنبې په ورځ لاهور ته تللى او په جناح روغتون کې یې د ټپیانو پوښتنه کړې ده.

تیره شپه ښاغلي شريف په اسلام اباد کې د لوړې کچې يوې غونډې مشري وکړه او ویې ویل چې د لاهور برید کوونکي او د هغوي ملاتړي به له مينځه یوړل شي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرل راحيل شريف هم راولپينډۍ ښار کې د لوړې کچې یوې غونډې ته ویلي چې ترهګرو ته به د خلکو د ازادۍ او ژوند د خفه کولو اجازه ور نه کړای شي او د بمي چاودنې عاملین به د قانون منګولو ته راکش شي.

پولیسو په هکله تحقیقات پیل کړیدي. پنجاب چې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف اصلي ټاټوبی هم دی، پدې تیرو څو لسیزو کې پکې چاودنې او د تشدد پیښې کمې وې. په ښاغلي شریف دا انتقاد کیږي چې پخپل ایالت کې د افراطي ډلو فعالیتونه پدې شرط برداشت کوي چې پدې ایالت کې به ورانکاري نکوي.

ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 264p / 79/0MB
  • 352p / 107/0MB
  • 576p / 227/0MB
 
 
X
17.01.1395 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.