18 حمل, 1395
ژوندۍ خپرونه او مهال ویش
ټولنیزې رسنۍ

 اشنا تلويزیون
 کاروان

خبرونه

د کرکټ په تاریخ کې د افغانستان ستر بری

x
مطیع الله عابد

افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د کرکټ د اولې درجې ټیم ته ماتې ورکړه. افغانستان دغه فتحه نن د هند په ناګپور میدان ترلاسه کړه.دا اول ځل دی چې افغانستان د ویسټ انډیز غوندې تکړه ټیم سره مخامخ کیږي او ماتې ورکوي.دا اول ځل دی چې  افغانستان د کرکټ شل اوریز جام په لسو ټیمونو کې لوبیږي او یوه لوبه هم ګټي.

نن د ویسټ انډیز ټیم پچه وګټله او بالنګ ېې وکړ.افغانستان په شلو اورونو کې ۱۲۳ منډې وکړې چې د نجیب ځدران ۴۸ او  شهزاد ۲۴ منډې شاملې وې. دغه هدف د شل اوریزو سیالیو په حساب ډیر کم و او فکر کیده چې ویسټ انډیز به ېې اسانۍ سره ترلاسه کړي .

افغانستان په لومړي ځل د کرکټ یو ستر ټیم ته نړیوال جام کې ماتې ورکړه
x
افغانستان په لومړي ځل د کرکټ یو ستر ټیم ته نړیوال جام کې ماتې ورکړه

خو د افغانستان غوره توپ اچونې او فیلډینګ ویسټ انډیز پرې نښود چې دغه اسانه هدف ته ورسیږي . حمید حسن ،راشد ارمان ،حمزه هوتک ،سمیع الله شینواري او مجمد نبي ټولو غوره بالنګ وکړ او د ویسټ انډيز تر اخره خوځيدو ته پرې نښود.

افغانستان د دې بريا سره د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې بریالی سفر پای ته ورسید.


مطیع الله عابد

mabidn+yahoo.com

مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
اشنا تلويزیونi
▶ || 0:00:00
... ⇱  
  • 264p / 79/0MB
  • 352p / 107/0MB
  • 576p / 227/0MB
 
 
X
17.01.1395 14:00
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.