This version of the page http://www.pashtovoa.com/a/3664597.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2017-01-16. The original page over time could change.
د افغانستان کرکټ ملي ټیم د دریو میاشتو په بهرني سفر روان شو

د لاس رسي وړ اتصالات

  • اصلي متن ته لاړ شئ
  • عمومي لارښود ته لاړ شئ
  • لټون ځای ته لاړ شئ
ژبې
لوبې

د افغانستان کرکټ ملي ټیم د دریو میاشتو په بهرني سفر روان شو

  • مطیع الله عابد

  • په فېس بوک یې شریک کړۍ
  • په ټویټر یې شریک کړۍ
  • Share on Google+
  • ملگری ته یې ایمیل کړئ
  • Share on Telegram

د افغانستان کرکټ ملي ټیم د صحارا جام شل اووریزو لوبو کې د ګډون له پاره متحده عرب اماراتو ته رسیدلی.ټیم کې محمد اصغر ستانکزی کپتان ،نوروز منګل، محمدشهزاد، محمد نبي، سمیع الله شینواری، دولت ځدران ، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان ارمان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق مراد شامل دي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې منیجر شیر اغا همکار په دې اړه ویلي چې دا لوبې د دویمه درجې هېوادونو مهمې نړیوالې شل اووریزه لوبې دي، د ده په وینا، په دغو سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري چې پر دوو ګروپونو ویشل شوې دي . په الف ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او متحده عربي امارات لوبډلې او په ب ګروپ کې نیدرلینډ، سکاټلینډ، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۴مه له ایرلینډ سره، په ۱۶مه له اماراتو سره او د جنورۍ په ۱۹مه، به د ګروپ خپله وروستۍ لوبه له نمیبیا سره ترسره کړي او د صحارا شل اووریز جام پای لوبه به د جنوري په ۲۰مه نیټه ترسره شي.


د معلوماتو له مخې د افغانستان کرکټ ملي ټیم په متحده عرب اماراتو کې د اسټرالیا سره د څلورورځنۍ لوبې لپاره تمریناتي کمپ کې برخه اخلي او د فبروي په نهمه به د اسټرالیا د ټیم سره ټیسټ سیالي لري، له هغې وروسته به د فبروري په ۱۳ مه زموږ ملي لوبډله د زمبابوې پر لور سفر وکړي چې هلته به ددغه هېواد له ملي لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.

د صحارا جام سیالیو دپاره چې متحده عربي اماراتو کې کیږي،د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړي

د سږ کال د مارچ په میاشت کې به د افغانستان کرکټ ملي ټیم هند ته ځي او هلته به د ایر لینډ د کرکټ ټیم سره د شل اوریزو ،یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ سیالۍ دپاره د مقابل ټیم سره مخامخ کیږي.

بلخوا د افغانستان د کرکټ بورډ د انتخاب د کمیټې نوي مشر ښاغلي نوروز منگل ویلي چې د ملي ټیم لوبغاړي شاهپور ځدران او شفق الله شفق چې د ځینو وجوهاتو له کبله د ډیر وخت نه د کرکټ ملي ټیم او نړیوالو لوبو نه بهر وو،بیرته راتگ دپاره ورته تمریني لوبو فرصت برابریږي ،ترڅو دوي جسماني او زهني توگه باندې بیرته عیار شي او بیرته ملي ټیم سره یو ځای شي.

  • مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

    گډون کول

دا مو هم ښایي خوښ شي

  • امریکا

    د ټرمپ د کډوالو د تگلارې پر ضد لاریونونه

  • امریکا

    امریکایي سرتیري په پولنډ کې میشت شول

  • امریکا

    سروې: اکثره امریکایان روسیه ګواښ ګڼي

  • اقتصاد

    هند ٢٠٥ بوئینگ الوتکې اخلي

  • نور خبرونه

    د روباتونو جوړولو بهیر ډیر سوکه دی

Back to top
XS
SM
MD
LG