This version of the page http://www.pashtovoa.com/a/afghan-crcket-/2647236.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2017-01-09. The original page over time could change.
نبي: پر موږ فشار نشته، فشار پر بنګلدېش دی

د لاس رسي وړ اتصالات

  • اصلي متن ته لاړ شئ
  • عمومي لارښود ته لاړ شئ
  • لټون ځای ته لاړ شئ
ژبې
خبرونه

نبي: پر موږ فشار نشته، فشار پر بنګلدېش دی

  • ایوب خاورین

کپتان محمد نبي عیسی خیل، تر لوبې یوه ورځ مخکې په اسټرالیا کې په خبري کنفرانس کې ډاډ څرګند کړ، چې له بنګلدېش سره به ښه لوبه وکړي.

  • په فېس بوک یې شریک کړۍ
  • په ټویټر یې شریک کړۍ
  • Share on Google+
  • ملگری ته یې ایمیل کړئ
  • Share on Telegram

افغانستان د چهارشنبې په ورځ د کابل پر مهال د سهار په شاوخوا اتو بجو د کرېکټ په تاریخ کې یو نوی باب پرانیزي او د کرېکټ د نړیوال جام لومړنۍ لوبه کوي.

د افغانستان لوبغاړو، په نړیوال جام کې د خپلې لومړۍ لوبې د پاره وروستي تمرینونه وکړل. افغانستان تر دې وړاندې درې وارې د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی دی خو دا یې لومړی ځل دی چې د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې لوبیږي.

د سیال ټیم، بنگلدېش دا پنځم وار دی چې په یو ورځني نړیوال کپ کې برخه اخلي، خو کپتان محمد نبي عیسی خیل وایي د دوی یوازي دا په یاد دي چې تېر ځل یې د بنگلدېش ټیم په بنگله دیش کې مات کړی وو.

" ټول د دې نړیوال جام د پاره ډیر خوشاله دي ځکه چې دا زموږ د نړیوال جام لومړنۍ لوبه ده او هغه هم د بنگلدېش سره ده. موږ هیله کوو چې ددې نړیوال جام د ټولو سیالیو خوند واخلو."

داسې ښکاري چې د بنګلدېش لوبډله، له یو ډول رواني فشار سره مخامخ ده، کله چې بنګالیانو په نړیوالو لوبو کې برخه اخیستل پیل کړل، هغه وخت افغانستان لا د کرېکټ د نړیوالې د شورا غړی هم نه و.

ښاغلی عیس خیل وايي " په افغاسنتان فشار نشته، فشار په بنگلدېش دی، ځکه چې موږ په اسیا کپ ماتې ورکړې وه. موږ به په خپل ټول قوت لوبه وکړو خپل پلان به عملي کړو. ښه دا ده چې د دې جام د لوبو پيل له بنګلدېش سره کوو، بنګلدېش ته درناوی لرو ځکه چې دوی د ټست لوبو درجه لري. "

بنگلدېش د نړیوال جام تر سیالیو مخکې خپلې دواړه تمریناتي لوبې پر پاکستان او ایرلېنډ بایللې او د تیرو څلور کالو راهیسي یې په استرالیا او نیوزلېنډ کې لوبې نه دي کړي.

د بنگلدېش کپتان مشرف مرتضی وایي که هر چا ښه لوبه وکړه، هغه به یې وگټي.

ده وویل "هو، افغاسنتان په اسیا کپ کې له موږ لوبه گټلې وه، خو موږ بیا په د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې ماتې ورکړه. افغاسنتان ښه لوبه کوي. بس همدا وایم چې هر چا ښه لوبه وکړه هغه به یې وگټي."

بنګلدېش په تېرو پنځو نړیوالو کپونو کې یوازي یو ځل په ۲۰۰۷ کال کې د اتو غوره لوبډلو پړاوو ته بریالی شوی و.

د افغانستان روزونکی، اندي مولز وایي بنگلدېش او افغانستان یوه لوبه کړې ده، او د هماغه بري له امله، بنگلدېش د افغانستان تر فشار لاندې دی.

د افغانستان د کپتان محمد نبي او روزوونکې اندي مولز خبري کنفرانس د نورو کپتانانو له خبرو سره توپیر درلود، په دې کې د سختیو، جگړو او ملت جوړونې خبرې وشوې.

افغان روزوونکي اندي مولز وویل "دا سپورت، خلک سره یوځای کوي. په افغانستان کې ډیر مینوال لري، او لوبغاړې په دې پوهیږي چې ددوی ښې کارنامې یې هېواودوالو ته خوښي او خوشحالۍ بخښي. زموږ لوبغاړي ډېر جدي کار کوي او په دې پوهیږي چې د دوی ښه کار د افغانستان ټوله وضعه بدلولی شي."

د لوبو نړیوالې رسنۍ د افغانستان لوبغاړي بلو ټایگرز، یعني شنه زمریان بولي.

  • ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

    گډون کول
Back to top
XS
SM
MD
LG