This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3640795.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2017-01-02. The original page over time could change.
د انډونیشیا پوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۳تنه وژل شوي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

د انډونیشیا پوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۳تنه وژل شوي


انډونیشیا کې د یوې میاشتې نه په کمه موده کې دا درېم ځل دی چې هوايې پېښې پکې رامنځته شوې.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

د انډونیشیا پوځي الوتکه د وامینا سره نزدې په غرونو کې غورځېدلې او الوتکه کې سواره ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د انډونیشیا د هوائي ځواک لخوا وي او ای ته په لېږل شوي بیان کې ویل شوي چې هرکولیس ـ سي ـ ۱۳۰ الوتکه کې ۱۲ټنه خوراکي سامان بار ؤ او د ټیميکا نه وامینا ته روانه وه، او د خپل منزل نه ۲۰۰ کلومیټره لرې غورځېدلې ده.

الوتکه د ځاي وخت ترمخه سحر پاؤکم شپږ بجې د ټیمیکا نه الوتې او وامینا ته به پاؤباندې شپږ بجې رسېده او د کوزېدو نه لږه شيبه وړاندې يې د کنټرول ټاور سره اړیکې قطع شوې ده.

د انډونیشیا د لټون او مرستو ادارې مشر اېوان احمدرسکي ټيټس ویلي د الوتکې د غورځېدو د ځایه مړي راویستل شوي او وامینا ته وړل شوي دي.

د هوائي ځواک مشر اګوس سپریانتا ځاي رسنیو ته ویلي خراب موسم د الوتکې غورځېدو علت کېدی شي.

انډونیشیا کې د یوې میاشتې نه په کمه موده کې دا درېم ځل دی چې هوايې پېښې پکې رامنځته شوې.

په ۲۴م نومبرد انډونیشیا د پوځ هیلي کاپټر غورځېدو پېښه کې درې کسان وژل شوي او د هغې نه یوه اوونۍ وروستو یوه الوتکه چې ۱۳ تنه پکې سوراه وو سنګاپور سره نزدې په سمندر کې غورځېدلې وه.

Back to top
XS
SM
MD
LG