د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ویلي د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر په نیلم وادۍ کې د هندپوځ د عامو خلکو په یو ګاډي (بس) باندې ډزې کړي چې پکې اووه کسان وژل شوي دي.
ائي اېس پي ار نن د چهارشنبې په ورځ جاري کړي یو بیان کې ویلي چې نیلم وادۍ کې بس باندې د ډهډیال په علاقه کې ډزې شوي او یو اېمبولنس هم د ډزو ښکار شوی دی. او د وژنو ترڅنګ پکې اووه کسان ژوبل شوي هم دی.
له دې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي ؤ چې هندي پوځ په کشمير کې ډزې پېل کړي او عام خلک هدف کوي.
راپورونه د هندي پوځ د ویاند کرنل نیتن جوشي له خلې وايي چې هندي ځواک د پاکستان لخوا د ډز بندې د معاهدې د سرغړونې کولو ځواب کوي.
ولې پاکستان وايي د هندي ځواکونو د ډزو ځوابي کارروایي کوي.
د پاکستان او هند ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د کشمير په ویشونکې پوله لائن اف کنټرول باندې نښتې سېوا شوي او تېره اوونۍ په دغه ډول بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي وو.
د دواړو ملکونو ترمنځ په پوله کړکېچ له هغې وروستو سېوا شوی چې کله د ستمبر په میاشت کې هندي کشمير کې د پوځ په مرکز برید وشو او ۱۸ هندي عسکر پکې ووژل شو.
د دواړو ملکونو ترمنځ په کال ۲۰۰۳م کې د اوربند تړون شوی ولې په پوله وخت په وخت د ډزو پېښې رامنځته کيږي او دواړه ملکونه په یو بل د اوربند د سرغړونې تورونه لګوي.