په ترُکي کې لږترلږه ۸۱ خبریالان بندي دي. د خبریالانو د ژغورنې کمیټۍ (سي پي جی) په یو راپور کې ویلي ترکي کې بند خبریالان د نورې نړۍ نه درې چنده سېوا ده.
د خبریالانو دحقونو د څار ادارې ویلي په کال ۲۰۱۵م کې ترکي کې ۱۹۹ خبریالان بندي وو او په جولائي ۲۰۱۶م کې د ناکامه پوځي کودتا نه وروستو د ترکي حکومت تراوسه پورې ۲۵۹ خبریالان بندي کړي دي.
د سي پي جی لخوا د نهې په ورځ خپور شوي راپور ترمخه ترکي کې په ۸۱ خبریالانو د ملک په ضد هلوځلو کې د ککړتیا تور لګول شوی دی.
د راپور ترمخه په ګرده نړۍ کې بندي خبریالانو باندې په عمومي ډول هم دغه رنګ د ملک دښمنۍ تورونه لګول کيږي.
د جولائۍ د میاشتې د ناکامه پوځي کودتا وروستو د ترکي صدر رجب طیب اردوان د خبریالانو، تعلیمي کارپوهانو، پوځ او دولتي چارواکو په ضد د سختو عملیاتو کولو اعلان کړی دی.
د ترکي حکومت د پوځي کودتا د لارې نیولو دپاره تراوسه پورې په ملک کې د یو لاک نه زیات کسان د دندو نه لرې کړي دي.
بل لورته په کودتا کې د ککړتوب په تور ۳۵۰۰۰ پوځي چارواکي او سیاستوال هم نیول شوي دي.
د راپور ترمخه د بندي خبریالانو په نوملړ کې د ترکي وروستو د چين او مصر هېوادونه دي، په چین کې ۳۸ او مصر کې ۲۵ خبریالان بندي دي.