This version of the page http://www.pashtovoa.com/a/3604336.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-12-09. The original page over time could change.
د امریکا په کرکټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو گډون

د لاس رسي وړ اتصالات

  • اصلي متن ته لاړ شئ
  • عمومي لارښود ته لاړ شئ
  • لټون ځای ته لاړ شئ
ژبې
لوبې

د امریکا په کرکټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو گډون

  • مطیع الله عابد

  • په فېس بوک یې شریک کړۍ
  • په ټویټر یې شریک کړۍ
  • Share on Google+
  • ملگری ته یې ایمیل کړئ
  • Share on Telegram

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د تېر لسو کلنو راهسې د یو ایس اوپن کرکټ په نوم د شل اوریزو سیالیو یو ټورنامنټ کیږي،چې په دې کې د امریکا د مختلفو ایالتونو د کرکټ ټیمونه برخه اخلي او د یو لک ډالرو د انعام دپاره تر څلورو ورځو پورې سیالۍ کوي.

په دې ټیمونو کې د امریکا میشتو لوبغاړو سره سره د نورو ملکونو نه هم د کرکټ لوبغاړي رابلل کیږي او د یو لړ امتیازاتو په بدل کې د مختلفو ټیمونو لخوا لوبیږي. چې دې کې د هند پاکستان سري لنکا، بنگله دیش جنوبي افریقه او ویسټ انډیز لوبغاړو په مختلفو وختونو کې گډون کړیدی.

تېر کال دافغانستان پینځو لوبغاړو نورالحق ملکزي .رحمت شاه،افسر ځاځي،جمال ناصر او مجتبی د یو محلي ټیم لخوا برخه اخیستې وه. دغه سیالۍ د باران له کبله بې نتېجې پای ته ورسېدې خو په لومړي ځل ېې د افغان لوبغاړو راتگ دې ټورنامنټ ته یو نوی رنگ ورکړ.

سږ کال بیا د فلوریډا د کرکټ په مرکزي میدان او نورو وړو میدانونو د څلورو ورځو پورې د شپاړلس ټیمونو ترمنځ د شلو اورونو سیالۍ کیږي چې هر ټیم ته پکې درې درې سیالۍ ټاکل شویدي.

د یو ایس اوپن کرکټ سیالیو د پرانستې مراسم د نومبر په څلوریشتمه ترسره کیږي

دې سیالیو کې د افغانستان د ملي ټیم قریب دولس لوبغاړي د المصافي د ټیم د غړیو په توگه گډون کوي. په فلوریډا کې د المصافي د ټیم مسول افغان تجار احمد بلال فریدزی وايي چې د یو شمیر افغان سوداگرو په مالي مرسته د افغانستان مشهور لوبغاړي نوروز منگل،نجیب ځدران،حشمت شهیدي،فرید ملک،جاوید احمدي، شبیر نوري، افسر ځاځی، گلبدین نایب او نور گډون کوي.

د افغانستان نه راتلونکي لوبغاړي د دوشنبې په ورځ د نومبر په یویشتمه را رسیږي او د دوه ورځو د تمرین نه پس به د نومبر په څلوریشتمه د ټورنامنټ د پیل لوبه د افغانستان د المصافي ټیم او د یو بل ټیم ترمنځ وي.

د امریکا غږ آشنا راډیو تلویزون او ټولنیزې رسنۍ به د دې سیالېو شیبه په شیبه حال خپلو اوریدونکو،لیدونکو او لوستونکو ته رسوی.

  • مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

    گډون کول

دا مو هم ښایي خوښ شي

  • لمړي خبرونه

    د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته راغلی

  • امریکا

    د تلیفون د مصرف د کمولو ۶ طریقې

  • امریکا

    ټرمپ - اوباما: له توندو نیوکو تر ټوکو او شوخۍ

  • نړۍ

    اروپايي اتحادیه: ټولنیزې رسنۍ باید د کرکې د خپرېدو مخه ونیسئ

  • لوبې

    ستانکزی:شاهپور او شفق پخپله خوښه د کرکټ له میدانه بهر دي

Back to top
XS
SM
MD
LG