This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3584295.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-11-24. The original page over time could change.
د ایمیلونو په لړ کې هیلري کلنټن جرم نه دی کړی، اېف بي آيي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

د ایمیلونو په لړ کې هیلري کلنټن جرم نه دی کړی، اېف بي آيي


کلنټن په خپل انتخابي کمپاين کې یو بیان کې په خپل غبرګون کې ویلي (د خوشحالۍ خبره ده چې دغه شخړه ختمه شوه).

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

د امریکا مرکزي تحقیقاتي ادارې اېف بي آيي ډائریکټر جېمز کومي کانګرس ته ویلي چې د هېلري کلنټن د ایمیلونو د نوي جاج اخستو وروستو دا خبره مخې ته راغلې ده چې کله هغه خارجه وزیره وه نو د شخصي ایمیلونو په کارولو کې يې کوم جرم نه دی کړی.

هغه دا نه دي ویلي چې د دغو نوؤ ایمیلونو نه کوم تفصیل اخستی شوی دی سېوا د دې خبرې نه چې د هغه د بېورو په وینا (( د سیکرټري کلنټن نه د جولايۍ په میاشت کې په دغه اړوند اخستل شوي بیان کې مونږ سره د هغې په نتیجو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی).

کلنټن په خپل انتخابي کمپاين کې یو بیان کې په خپل غبرګون کې ویلي (د خوشحالۍ خبره ده چې دغه شخړه ختمه شوه).

کانګرس په لېږلي یو خط کې جېمز کومي ویلي چې د نوؤ ایمیلونو د جاج اخستو دپاره شپه او ورځ کار شوی دی.

د جولايۍ په میاشت کې جېمز کومي ویلي ؤ چې د هېلري کلنټن د شخصي ایمیلونو د سرور کارېدو رویه غېر محتاط وه ولې هغې په دغه لړ کې کوم جرم نه دی کړی.

ريپبلکن صدارتي کاندید ډونلډټرمپ په مشي ګن کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي هېلري (درغلۍ والا نظام) بچ کړه.

هغه ویلي د شپږ نیم لاکه ایمیلونو په اته ؤ ورځو کې جاج اخستل مکمن نه دي.

د امریکا صدارتي انتخاباتو ترسره کېدو کې چې یوه ورځ پاتې ده تراوسه پورې د مخې ته راغلو جائزو ترمخه د دواړو کانديدانو ترمنځ سخته مقابله کېدی شي.

Back to top
XS
SM
MD
LG