افغانستان کې دچارواکو وينا ده جنوبي ولايت هلمند کې ترسره شوې يوه بمي چاودنه کې يو خبريال وژلى دى.
دچارواکو په وينا دغه پېښه دجمعې په سحر مرکزي ښار لشکرګاه کې رامينځته شوې ده.
د سيمه ييزو پوليسو ديو چارواکي ترمخه وژل شوى خبريال نعمت الله ظهير دنورو سيمه ييزو خبريالانو سره سيمه کې دطالبانو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا دروانو عملياتو دکوريج لپاره دغلته موجود ؤ.
دغه پېښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دنعمت الله ظهير ګادى دسړک په غاړه دښخ بم سره ټکر شو، پېښه کې نور کسان ژوبل شوي هم دي خو دهغوي لړ کې تفصيلات مخې ته نه دي راغلي.
نعمت الله ظهير داريانا نيوز لپاره کار کولو.
جګړه ځپلي هيواد کې داوسنو مياشتو په مهال دطالبانو لخوا کارروايو کې اضافه راغلې ده او امنيتي ځواکونو هم دهغوي په ضد عمليات چټک کړي دي.
افغانستان کې دخبريالانو تحفظ لپاره کارکوونکو روانه اوونۍ کې ويلي وو دسږکال لمړو لسو مياشتو کې دغه هيواد کې ١١ خبريالان وژل شوي او دسختو حالاتو له امله په لسګونو خبريالان دخپلو کورونو په پريښودو مجبور شوي دي.
تيرو شپاړسو کلونو کې افغانستان کې دوژل شوو خبريالانو شميره ٦٠ ښودل کيږي کوم چې دخپلو پيشه وارانه ذمه وارو دترسره کولو ترڅنګ دتندلارو لخوا شوو بريدونو کې هم په نخښه کړى شويدي.