This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3554349.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-11-01. The original page over time could change.
د موصل د داعش نه ازادولو دپاره د عملیاتو پېل

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

د موصل د داعش نه ازادولو دپاره د عملیاتو پېل


د دغه اعلان نه څو ساعته وړاندې عراقي ځواکونو د هوا نه په موصل ښار کې پرچې غورځولي او وګړو ته يې د ښار ازادولو دپاره د پوځي عملیاتو خبرداری ورکړی دی.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

د عراق وزیراعظم حېدرالعبادي د شمالي ښار موصل د داعش د ولقې نه خلاصولو دپاره په رسمي ډول د پوځي عملیاتو پېل کولو اعلان کړی دی.

د ګل/دوشنبې په سهار سرکاري ټي وي باندې د عملیاتو پېل کولو اعلان داسې اشارې ورکوي، چې دا به پينځه کاله وړاندې د امریکايي ځواکونو د دغه ملک نه د وتلو وروستو تر ټولو غټ پوځي عملیات وي.

د امریکې د دفاع وزیر اېش کارټر دغه عملیات داعش ته د ماتې ورکولو دپاره د فېصلې جنګ بللی او ورسره یې د امریکايي اتحاد د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې ده.

یو بیان کې نوموړي ویلي (مونږ باوري یُو چې زمونږ عراقي همکاران به زمونږ ګډ دښمن ته ماتې ورکړي او موصل به ازاد کړي او پاتې عراق به هم د داعش د کرکې او ظلم نه خلاص کړي).

د دغه اعلان نه څو ساعته وړاندې عراقي ځواکونو د هوا نه په موصل ښار کې پرچې غورځولي او وګړو ته يې د ښار ازادولو دپاره د پوځي عملیاتو خبرداری ورکړی دی.

له دې وړاندې د عراق او کُرد ځواکونو لخوا د څو ساعتو پورې ګوله باري شوې وه، د کوم نه چې دا شک راولاړ شوی ؤ چې د عراق دوېم غټ ښار په ضد د وړومبۍ نه عملیات پېل شوي دي.

د خپلواکه علاقې کُردستان صدر مسعودبارزاني هم په انټرنېټ جاري کړي یو بیان کې اعلان کړی چې ( د موصل د ازادولو دپاره تیارۍ بشپړ شوي دي، زه هیله کوم چې دا عملیات به کامیاب وي او مونږ به په ګډه د موصل وګړي د داعش د ترهګرو نه ازادؤ).

بارزاني وروستو په ټویټر ویلي ؤ چې ( د موصل د ازادولو وخت راغلی دی).

Back to top
XS
SM
MD
LG