This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3550430.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-10-31. The original page over time could change.
کويټه: د ډزو پېښه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

کويټه: د ډزو پېښه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي


د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبې په بيلا بيلو برخو کې له دې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه شوي دي .

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

د پاکستان بلوچستان صوبې سرښار کويټه کې په سبزل روډ عبدالله جان چوک سره نزدې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي.

د پوليسو په وېنا دغه پېښه نن د جمعې په ورځ رامنځته شوې چې پکې دوه عسکر ځای په ځای او يو په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی.

د چارواکو په وېنا د ملېشې عسکر په داسې حال کې په نخښه کړی شوي دي چې دوي په خپلو پښو په ګزمه بوخت وو.

د کوېټې ښار د پوليسو مشر (ډي ايي جي) عبدالرزاق چيمه ويلي چې د پېښې د ځای نه د کارتوسو لس تشې توقې ترلاسه شوي او دوي د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

د چارواکو په وېنا بريد کوونکي په موټرسائيکل سواره وو او د پېښې د موقعې نه په تېښته کې بريالي شوي .

د پېښې وروستو امنيتي چارواکو دغه سيمه په خپله ولقه کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي .

د دې پېښې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبې په بيلا بيلو برخو کې له دې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه شوي دي .

بل اړخ ته د سبي او کوهلو سيمې ترمينځ يوه بله پېښه رامنځ ته شوې چې پکې څلور خواري کښ تښتول شوي دي چې مسئوليت يې يونائيټډ بلوچ ارمي نومې وسله والې ډلې منلی دی .

Back to top
XS
SM
MD
LG