د پاکستان په قبايلي سیمه خېبرایجنسۍ کې د هوايي ځواک جنګي الوتکه راغورځېدلي او پېښه کې د الوتکې پایلټ ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پاکستان د هوايي ځواک لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې الوتکه اېف ـ ۷ پي جي نن د خېبرایجنسۍ په جمرود تحصیل کې راغورځېدلې ده .
اعلامیه کې ویل شوي چې لفټننټ عمرشهزاد دغه الوتکه چلوله او د تکنيکي خرابۍ له امله راګوزاره شوې ده ، د اعلاميې ترمخه الوتکه د معمول په مشن وه چې د پېښې ښکاره شوې ده .
هوایي ځواک د الوتکې راغورځېدو د پېښې پلټنې پېل کړي دي .
پاکستان کې له دې وړاندې هم دغه ډول جنګي الوتکې راغورځېدلي دي .
او تېر کال د نومبر په میاشت کې دغه الوتکه د پنجاب صوبې په میانوالي سیمه کې راغورځېدلې او ښځینه زده کړې کوؤنکي پایلټه مریم مختار پکې مړه شوې وه .
د راپورونو ترمخه په ۱۳ کاله موده کې د اېف ـ ۷پي جي/ اېف ټي ـ ۷پي جي اووه یا اته الوتکې غورځېدلي دي . د پاکستان هوايي ځواک سره د چين جوړې دغه الوتکې د ۵۰ نه زیاتې دي .