This version of the page http://www.mashaalradio.com/programindex.html?tab=Radio (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-09-26. The original page over time could change.
خپرونې پاڼه

د لاسرسي ځای

  • عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
  • عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
  • لټون ته ورشئ

خپرونې

  • ځانګړې خپرونې

  • تاندې هیلې

    د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا خپرونه هره اوونۍ د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او پر پوله پرتو د افغانستان سیمو د ښځو په ژوند، ژواک، ټولنیز حیثیت، د دوی د بریاوو او د دوی په حقونو بحث کوي. په دې خپرونه کې په پښتني ټولنه کې د ښځو د رول په اړه هم د چارو له کار پوهانو، له ښځو او د بشري او ښځو د حقونو د سازمانونو له غړو او کار پوهانو سره په ګڼ شمېر مسلو خبرې کېږي. دا خپرونه د مشال راډیو فرخنده وزیر هره اوونۍ جوړوي. د خپرونې تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.

  • د کرښې پر غاړه

    د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د افغانستان و پاکستان پر پوله د پرتو سیمو د ټولنیز، سیاسي، ټولنیز - سیاسي، ټولنیز - اقتصادي، اقتصادي، او نورو مسلو او ستونزو له چارواکو، کار پوهانو او له ولسي وګړو سره خبرې کېږي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه خپرېږي او په کې اورېدونکي د ټیلي فون، برېښلیک یا موبایل ټیلي فون پیغامونو (ایس ایم ایس) په وسیله برخه اخیستای شي. اورېدونکي په دې خپرونه کې خپلې پوښتنې مطرح کولای شي او د هغې ورځې په موضوع خپل نظر او تبصره هم ورکولای شي. د خپرونې تازه او پخوانۍ ټولې برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.

  • روښانه مستقبل

    د روښانه مستقبل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د تعلیم، تر تعلیم وروسته د کار میندنې، د تعلیمي څانګو د خوښولو، په ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې د داخلو او د بیلا بیلو کسبونو او هنرونو په اړه له پښتنو ځوانانو سره مالومات شریکول کېږي. .دا خپرونه منورشاه جوړوي.

  • روغتیا او درملنه

    د (روغتیا او درملنه) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا خپرونه هره اوونۍ د دوشنبې یا ګل پر ورځ له مشال راډيو د کابل پر وخت د ماسپښین پر درې او د پېښور پر وخت درې نیمې بجې خپرېږي.

  • مشالونه

    د مشالونه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې موږ د تاوتریخوالي او تنګنظرۍ ضد د پښتنو مشرانو مبارزو ته کتنه کوو. په دې خپرونه کې تاسې د عدم تشدد پخوانیو سالارانو، پوهانو او سیاستوالانو خبرې اورئ.

  • جمهوریت

    د اوونیزې خپرونې جمهوریت پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې مشال راډیو هڅه کوي چې د جمهوریت او جمهوري اقدارو پورې له تړلو ټولو موضوعاتو په اړه بحث وکړي. دا خپرونه د هرې جمعې او شنبې یا خالي پر ورځ له مشال راډیو خپرېږي. د خپرونې جوړوونکی پامیر ساحل دی.

  • ستونزې او سرکار

    ستونزې او سرکار خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د پښتون مېشته سیمو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه د سیمو اوسېدونکي او مشران خبرې کوي او تر هغې وروسته بیا له متعلقه حکومتي چارواکو سره د هغو ستونزو د هواري په اړه بحث کېږي. دا خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو مجید بابر جوړوي. د ستونزې او سرکار ټولې تازه او پخوانۍ خپرونې پر دې پاڼې اورېدای شئ.

  • د ځوانانو غږ

    د ځوانانو غږ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې د ټولو پښتنو ځوانانو په لاس ته راوړنو، ستونزو، او غوښتنو له ځوان کول سره خبرې کېږي. د دې خپرونې له مرکزي نکتو یوه دا هم ده چې د ترهګرۍ ضد جګړې کې د دې ځوانانو رول څه دی؟ دوی د پښتنو په سیمه په روانې جګړې څومره اغېزمن کړي دي؟ او دوی ته یې څومره تاوان رسولای دی؟ له دې پرته، د ځوانانو غږ د ټولو پښتنو سیاسي، ادبي، اقتصادي او ټولنیزو نظریاتو ته هم ګوري او په دې موضوع هم څېړنې کوي چې هغه څه لاملونه ول (او یا دي) چې ځینې پښتانه ځوانان یې د سختدریځۍ پر لوري بیولي دي؟ دا خپرونه، د ځوانانو هغو غورځنګونو ته هم ګوري چې له لارې یې دوی په خپلو سیمو کې سیاسي، اقتصادي او د ټولنیزو بدلونونو راوستو هڅې کوي. د ځوانانو غږ خپرونه د مشال راډیو اسرار عالم مومند جوړوي او تاسې د دې خپرونې ټولې تازه او پخوانۍ برخې پر دې پاڼې اورېدای شئ.

  • د مشال په نوم

  • د مشال تر رڼا لاندې

  • د مشال مرکه

    د مشال مرکه اوونیزه خپرونه ده چې د مشال راډیو بېلا بېل خبریالان یې جوړوي. په خپرونه کې له یو کس سره د هغه یا هغې له شخصي ژونده واخله تر مسلکي ژوند او پر روانو چارو تفصیلي خبرې کېږي. خپرونه له ۲۶ نیولې تر ۲۷ دقیقو پورې وخت لري او پر راډیو او ووبپاڼې خپرېږي.

  • د نړۍ رنګونه

    د نړۍ رنګونه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د نړۍ د عجیبو خبرونو، انټرنیټي دنیا، فلمونو او د نړۍ له ګوټ ګوټه بېلا بېلې، او رنګا رنګې کیسې او مالومات په دې خپرونه کې اورېدای شئ. دا خپرونه هره اوونۍ د چارشنبې او شنبې (شورو او خالي) پر ورځو له مشال راډیو خپرېږي. خپرونه د مشال راډیو ګل ایاز جوړوي. (د نړۍ رنګونه) ټولې تازه او پخوانۍ خپرونې پر دې پاڼې موندلای شئ.

  • سروې

  • د سولې په لور

    د پښتنو په سيمو کې له کلونو راهيسې د تشدد روانو پېښو کې زياتوالی راغلی دی. تشدد په ټولنه کې په انفرادي ډول هم ډير شوی او وسله وال جنګونه هم پراخ شوي دي. آيا په داسې وخت کې د برداشت زياتولو او عدم تشدد رواجولو هڅې ځای نيولی شي؟ د سولې پر لور خپرونه کې د شخړو د سوله ييز حل په اړه بحثونه اوريدلی شئ. ددې پروګرام کوربه بشير ګواښ دی او تاسې يې د هرې يکشنبې يا اتوار او هرې دوشنبې يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.

  • د مشال راډیويي مجله

    اوونیزه کلتوري خپرونه ده چې پکې د اونۍ ادبي او فرهنګي خبرونه، له لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره خبرې او د نویو کتابونو په اړه معلومات خپرېږي. دا خپرونه د نجیب عامر په کوربتوب د هرې سه شنبې (نهې) پر ورځ پر درې نیمو او د هرې چارشنبې (شورو) پر ورځ پر یوه نیمه بجه خپرېږي.

  • هارون باچا هنري ګړۍ

    هارون باچا هنري ګړئ د مشال راډیو اوونیزه هنري او کلتوري خپرونه ده چې د هر زیارت یا پنجشنبې پر ورځ د پېښور پر وخت مازیګر پر څلورو او د کابل پر وخت پر درې نیمو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. خپرونه د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د پېښور پر وخت پر دوه نیمو او د کابل پر وخت پر دوه بجو په تکراري توګه خپرېږي.

  • پرګنې

    د پرګنې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په پرګنې خپرونه کې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا او فاټا د اقلیتونو پر ستونزو خبرې کوو. په پاکستان کې لږکي د خپلو حقونو په سمه توګه د نه عملي کېدو د هغوی پرضد د مخ په زیاتیدونکې تشدد او عدم برداشت د پاکستان په پارلېمان او صوبايي اسمبلېو کې د نمای

  • سندرې جادوګرې

    دا اوونیزه خپرونه ده چې هارون باچا یې جوړوي او پکې د پښتو موسیقۍ پر ماضي، حال او مستقبل له هنرمندانو او پوهانو سره خبرې هم کېږي او سندرې هم درخپرېږي.

  • تړون

  • سلام پښتونخوا

    دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې په کې تر خبرونو وروسته بیا د مشال راډیو خبریالان له بېلا بېلو سیمو د مهمو پېښو او خبرونو تفصیل در کوي، او بیا له اورېدونکیو سره د ټېلي فون له لارې په ژوندۍ بڼې خبرې کېږي. سلام پښتونخوا اورېدل مه هېروﺉ.

  • سهارنۍ خپرونه

    سهارنۍ خپرونه په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې او تبصرې اورېدای شی . د خپرونې په وروستیو پینځلسو دقیقو یا منټو کې یوه ځانګړې خپرونه خپرېږي.

  • د مشال تر رڼا لاندې

بیرته پورته
XS
SM
MD
LG