دامريکا ولسمشر براک اوباما دخالي په ورځ دچين ښار هانګډو ته رسيدلى چرته چې به هغه دنورو نړيوالو مشرانو ترڅنګ ٢٠(جي ٢٠) کانفرنس کې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده هغه به دغونډې څخه دمخه خپل چيني سيال شي جنګپنګ سره هم ليدنه کوي.
داتوار او ګل په ورځ به ددغه کانفرنس څخه وروستو امريکايي ولسمشر دنهې نه دزيارت ورځې پورې لاؤس کې دجنوب ختيز ايشيايي هيوادونو دډلې او ختيځې اسيا کانفرنسونو کې ګډون کوي.
دامريکايي ولسمشر په توګه دبراک اوباما داسيا دا يوولسمه دوره ده، دجي-٢٠ غونډه کې هغه دسختو معاملو سره مخ کيدونکى دى ، چرته چې به دنړۍ په شلو لويو معيشتونو دمشتملو هيوادونو مشران سست نړيوال معيشت ته دودې ورکولو په معامله بحث او موسمي بدلونونو په ضد غږ پورته کوي.