This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3486066.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-09-09. The original page over time could change.
هند او امریکا د پوځي مرستو په لړ کې تړون کړی

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

هند او امریکا د پوځي مرستو په لړ کې تړون کړی


اېش کارټر او پاریکر په وړومبي ځل د اپرېل په میاشت کې په هند کې لیدلي وو .

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

امریکا او هند د پوځي انتظام په اړوند یو تړون باندې لاسلیک کړی د کوم لاندې به چې د امریکا او هند ځواکونه د بیا رغونې، سازوسامان رسولو او تیلو دپاره د یو بل تاسیسات کارولی شي .

د دغه تړون اعلان د امریکا په دوره راغلي د هند د دفاع وزیر منوهر پاریکر او امريکې د دفاع وزیراېش کارټر د لیدو وروستو په یو ګډ بیان کې کړی دی .

یو امریکايي دفاعي چارواکي وایس اف امریکا ته ویلي د (لاجسټک ایکسچېنج) په اړوند د یادداشت په تړون د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر او هند د دفاع وزیر منوهرپاریکر رسمي لاسلیک کړی دی .

دفاعي برخه کې دواړه مشران په اصولي توګه دې یادداشت باندې د اپرېل په میاشت کې په وړومبۍ لیدنه کې صلاح شوي وو .

کارټر په وروستیو کې هند ته د امریکا د دفاع په برخه کې د کلک ملګري ګرځولو اعلان کړی دی . د دې اعلان د جون په میاشت کې د امریکا په سفرکې د هند وزیراعظم نریندرا مودي کړی ؤ .

تازه لیدنه په داسې حال کې شوې ده چې د امریکې او هندي ځواکونو ترمنځ په هند کې کالیز مشقونه کېدونکي دي . دغه ګډ مشقونه چې د (یدهـ ابهیاس) نوم ورته ورکړی شوی راتلونکې میاشت د شمالي هند په غریيزو علاقو کې ټاکل شوي دي دغه خبره د امریکايي بحرالکاهل په ساحل د پوځ کمانډر لفټننټ جنرال اسټیفن لانزا وایس اف امریکا سره په خبرو کې کړې ده .

د ګډې پوځي اډې لويي مکورډ نه وایس اف امریکا سره په خبرو کې لانزا ویلي دواړه پوځونه به څو امور یا موضوعات په نظر کې ساتي چې پکې د امن د عملیاتو نه واخله تر د وسلو د ګډ استعمال پورې کارونه شامل دي .

لانزا ویلي د دواړو پوځونو (( نه یواځې ګډه روزنه کيږي ... بلکې مونږ د هندي پوځ سره په کلک ډول او د پوځ د پلاټون تر کچې پورې کار کوؤ)) .

اېش کارټر او پاریکر په وړومبي ځل د اپرېل په میاشت کې په هند کې لیدلي وو .

Back to top
XS
SM
MD
LG