This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3480124.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-09-09. The original page over time could change.
دپاک افغان ګډې پولې امنيت به سختولى شي،سرتاج عزيز

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
پاکستان

دپاک افغان ګډې پولې امنيت به سختولى شي،سرتاج عزيز


پارليمنټ هاؤس اسلام اباد کې دسينيټ دخارجه او دفاعي چارو دکميټۍ ګډه غونډه کې دخبرو په مهال سرتاج عزيز وويل دپاک افغان پولې تحفظ به باوري کولى شي، سرتاج عزيز وويل په پاک افغان پوله په څلورو مقاماتو ګيټونه بدلولى شي.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

دپاکستان دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز ويلي دي دپاک افغان ګډې پولې امنيت به سختولى او چاته به هم پرته له دستاويزاتو هيواد ته دداخليدو اجازه نه شي ورکولى.

پارليمنټ هاؤس اسلام اباد کې دسينيټ دخارجه او دفاعي چارو دکميټۍ ګډه غونډه کې دخبرو په مهال سرتاج عزيز وويل دپاک افغان پولې تحفظ به باوري کولى شي، سرتاج عزيز وويل په پاک افغان پوله په څلورو مقاماتو ګيټونه بدلولى شي.

دافغان امن عمل په اړه سرتاج عزيز وويل افغانستان کې موجوده دطالبانو يوه ډله که چرې دمذاکراتو پلوي وي نو بله يې مخالفت پيل کړي.

هغه وويل دافغان حکومت لخوا دتيرو څو مياشتو په مهال تراخه او سخت بيانونه مخې ته راغلي خو دهغه په قول پاکستان يې ځواب نه دى ورکړى.

دپيپلز پارټۍ سناتور فرحت الله بابر دسرتاج عزيز دوينا په غبرګون کې وويل افغانستان سره دپاکستان دڅلورو سوؤ څخه زياتې عبوري لارې موجودې دي خو غونډه کې يواځې په څلورو لارو دامنيت اؤ انتظام دموثره کولو خبره کولى شي.

فرحت الله بابر غوښتنه وکړه دا خبره دې په ډاګه کړى شي چې دالقاعده مشر اسامه بن لادن اؤ دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور ته پاسپورټ چا جاري کړى و، هغه وويل دلويو ترهه ګرو پاکستان ته راتګ يا اوسيدو سره دا تاثر ځي چې ګنې مونږ دترهه ګرو ملاتړ کوؤ.

په دغه موقع دپاکستان خارجه سکتر اعزاز چوهدري وويل افغان حکومت ته ويل شوي چې دټولو ستونزو هوارى مذاکراتو کې دى او پوځي عملياتو سره دستونزو هوارى نه شي راوتلى.

هغه يوځل بيا ژمنه وکړه چې دپاکستان له لوري به افغانستان کې دجوړجاړي دعمل ملاتړ دوامداره وي.

هغه امريکا او چين څخه هم غوښتنه وکړه چې دمينځګړتوب دکردار په ادا کولو سره دې دپاکستان او افغانستان ترمينځ مذاکرات باوري کړي.

اعزاز چوهدري وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ پيدا شوى تاوتريخوالى دپرامنه خبرو اترو له لارې هوارول غواړي

هغه وويل پاک افغان پوله به محفوظولى شي دکوم ګټه چې به دواړو هيوادونو ته رسيږي.

سږکال دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دهڅو دناکاميدو اؤ افغانستان کې دتشدد پېښو کښې داضافې راتللو څخه وروستو دافغان ولسمشر اشرف غني په ګډون دافغان چارواکو لخوا په پاکستان نيوکې روانې دي چې ورسره ددواړو هيوادونو اړيکې يوځل بيا تاوژنې شويدي.

افغان حکومت پاکستان څخه غوښتنه کوي چې دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو پځايې دې پخپله خاوره دهاغو افغان جنګيالو په ضد پوځي عمليات وکړي کوم چې افغانستان کې په افغان او بهرنو ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.

خو پاکستان دريځ لري چې دخپلې خاورې دنورو هيوادونو په ضد دکارول کيدو اجازه نه ورکوي او دهيواد بيلا بيلو سيمو کې روانو عملياتو کې پرته له کوم امتياز څخه دترهه ګرو ټولې ډلې په نخښه کوي.

Back to top
XS
SM
MD
LG