د پاکستان پنجاب صوبې د پخواني ګورنر سلمان تاثير وژونکي ممتازقادري د تېزندۍ په ضد د کراچۍ په شمول د ملک په بېلابيلو برخو کې احتجاجي مظاهرې شوي دي . مظاهره چيانو د ممتازقادري د جنازې نه رپورټ کولو په سر حيدراباد پريس کلب باندې حمله کړې او په کراچۍ کې ېې د شخصي ټيلي ويژن چينل (آج) په دفتر ګټې ورولې دي .
د حېدراباد پريس کلب جنرل سيکرټري ناصر شيخ وايي د مذهبي ډلو پلويانو او په ګڼ شمېرکې عامو خلکو د ممتازقادري د تېزندۍ په ضد مظاهره کوله . او قهرژنو مظاهره چيانو په پريس کلب حمله کړې ده .
" مظاهره چيان په پريس کلب وروختل د پريس کلب ميزونو او کُرسو ته يې اُور واچوؤ په خبريالانو يې تشدد اوکړو او اووه خبريالان يې ژوبل کړل ، هغه وويل دويې د دوؤ ساعتو پورې په خلاص مټ پريس کلب کې هر څه مات کړل اُور يې واچوؤ او بيا لاړل" .
د ناصرشېخ په وينا د پريس کلب مخې ته پوليس موجود وو خو مظاهره چيان دومره ډېر ؤ چې په موقع موجودو پوليسو نه شو قابو کولی .
"دا نزدې دوه زره کسان ؤ چې د بيلو بيلو ځايونو نه راټول شوي وو او د دويې وينا وه چې ميډيا د ممتازقادري تېزندي نه ده رپورټ کړې او د دې زمه وار صحافيان دي ځکه دويې په صحافيانو تشدد کړی دی".
هغه زياته کړه دغو خلکو د وړاندې نه ميډيا ته دړکې هم کړې وې.
بل لور ته د کراچۍ پريس کلب جنرل سيکرټري اې اېچ خانزاده هم وايي د ښار په نمائش څلور لارې باندې مظاهره چيانو د آج ټيلي ويژن په دفتر ګټې ورولې دي .
" د آج ټيلي ويژن د دفتر مخې ته څو کسان چې مظاهرې له روان وو په دفتر يې د ګټو ګوزارونه کړي او د ګاډو شيشي يې ماتې کړي دي".
راپورونه وايي د اېکسپريس ټي وي په ګاډي باندې هم مظاهره چيانو ګوزارونه کړي دي .
پوليس وايي په مظاهره چيانو کې د سني تحريک او نورو مذهبي ډلو پلويان شامل وو .
د کراچۍ پريس کلب جنرل سيکرټري وايي په ښار کې د مظاهرو په مهال پوليسو د خبري ادارو د ساتنې دپاره ګامونه پورته کړي او پريس کلب يې هم خوندي کړی دی .
د ځايي ميډيا ترمخه د کراچۍ ښار په مرکزي صدر بازار کې مظاهره چيانو په زور په خلکو دوکانونه بند کړي او د ښار په سړکونو سخت ټريفک جام شوی دی .
څلور ورځې وړاندې هم د کراچۍ په نمائش څلور لارې او نورو سيمو کې مذهبي ډلو سني تحريک او جماعت اسلامي د ممتاز قادري د تېزندۍ په ضد مظاهرې کړې وې .
د سندهـ صوبې وزيراعلی قائم علي شاه پوليس ته هدايات ورکړي چې د کراچۍ ښار ترڅنګ په ټوله صوبه کې امنيت ټينګ وساتي .