د نا تائید شویو تصویرونو له خپرېدو او څو میاشتو شایعاتو وروسته، آیفون ۷ له لس تازه ځانګړتیاوو سره د اپل له خوا تر ټولو ښه آیفون دی چې بازار ته راوزي.
افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې په ځینو سیمو کې د فیسبوک ټولنیزې رسنۍ ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.
شپږ سایسنپوهانو د امریکا د هوايي په ایالت کې مارس یا مریخ ته د تګ یو کال تمرین په بریالیتوب سره بشپړ کړ.
په ناروې کې څېړونکو یو داسې روبات جوړ کړی چې په سختو ناروغیو اخته ماشومانو سره مرسته کوي تر څو له کوره او یا له روغتون څخه د ښونځي په زده کړو کې برخه واخلي.
د لمر په انرژۍ فعاله چترۍ د حج په کلنیو مراسمو کې ډیر سهولت رامنځ ته کوي
ولسمشر باراک اوباما غواړي د امریکا د پوځ انټرنټي وړتیاوې ډيرې کړې او د سایبري بریدونو مخه ډب کړي.
د تولیداتو په صعنت کې له بدلونونو وروسته اوس ورو ورو روباتونه د ورځني ژوند په نورو چارو کې هم ځای مومي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي په افغانستان کې د ټولنیزو رسینو شاوخوا شپږ میلیونه کارونکي شته دي
د افغانستان اجرايي رئیس پر ټویټر د انټرنټي غلو له برید ۲۴ ساعته وروسته، د هغه ټویټر د هکرانو له کنترول نه وویستل شو.
سویسۍ الوتکې د لمر د انرژۍ نه په استفادې د نړۍ چاپیره سفر بشپړ کړ.
د جونو په نامه فضایي بېړۍ پنځه کاله مخکې د مشتري په لور واستول شوه او تر پرون پورې یې نژدې درې میلیونه کیلومیتره واټن وواهه.