د بنګله دېش تر ټولو لوړپوړي عدالت د کال ۱۹۷۱م د پاکستان نه د ازادۍ په مهال د جنګي جرمونو په تور کې د جماعت اسلامي ډلې یو مشر میرقاسم علي ته اورول شوې د مرګ سزا په ځاې ساتلې ده .
د عدالت د تازه پرېکړې وروستو د میرقاسم د مرګ سزا څه وخت هم عملي کېدی شي .
د جنګي جرمونو د مقدمو دپاره جوړ ځانګړي عدالت هغه ته د کال ۲۰۱۴م د نومبر په میاشت کې د مرګ سزا اورولې وه او د هغې په ضد بیا د میرقاسم لخوا ستره محکمه کې خواست شوی ؤ .
۶۳کلن میرقاسم د جماعت اسلامي ډلې په مشرانو کې دی او هغه ته په کال ۱۹۷۱م کې د یو ځوان تن د تښتولو او بند کې د وژلو ترڅنګ د اته جرمونو په سر د مرګ سزا اورول شوې وه .
بنګله دیش وايي د ازادۍ په جنګ کې د ځايي خلکو سره په مرسته پاکستاني پوځ درې ملینه کسان وژلي وو، جماعت اسلامي دغه تورونه ردوي .
له دې وړاندې هم یو شمېر اسلامي مشرانو ته د جنګي جرمونو په سر سزاګانې اورول شوي دي .
جماعت اسلامي او د اپوزیشن ډله بنګله دېش نیشنل پارټي په حکومت نیوکې کوي چې د جنګي جرمونو عدالت د سیاسي ګټو دپاره کاریږي .
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پوهانو یوې ډلې تېره اونۍ سترې محکمې ته ویلي ؤ چې د علي د مقدمې نوې اورېدنه دې د نړیوال معیار سره سمه وشي .
د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کېري د دوشنبې په ورځ ډهاکه کې یوه وینا کې د بشري حقونو د نیوکو په حواله ويلي (مونږ باید خیانت ونه کړو) جمهوري اصول دې د انتهاپسندۍ په ضد جنګ کې په ځاې وساتو .