This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/1648697.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-08-30. The original page over time could change.
د اسلام په روح کښې انغښتې پاکستان

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
مېډیا

د اسلام په روح کښې انغښتې پاکستان

  • رحمان بونیری

په هډسن انسټيټیوټ کې د پاکستان کال 2013 په دانتخابونې غونډې عکس

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

په پاکستان کې د کال ۲۰۱۳ م انتخابونو کې چې څومره ورځې راکمیږي د اسلامی تندروه ډلی طالبانو په کیڼ اړخه سیاسې ګوندونو حملو کې تیزی راځي ـ د پاکستان ددې اونۍ ورځپاڼو وېلي( په پنجاب کې انتخابي مهم او په نور پاکستان کې د دهماکو مهم روان دی)
په پاکستان کې کیڼ اړخه سیاسی ګوندونه د سیکولر جمهوري نظام طرفداره دي ـ بلي غاړي ته په پاکستان کې سخت دریزه ډلوته میدان خالی پروت دی ـ سخت دریزه ډلې ، په پاکسان کې اسلامی طرز حکومت غواړي ، د پاکستان د طاقتوره پوځ مشر جرنیل کېاني هم د انتخابونو په اخري ورځو کې وئیلی دي پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوې او د اسلام روح څوک د دي وطن نه بيلولې نه شې ـ
تیره ورځ دلته د امریکې په سر ښار واشنګټن ډی سی کې د څیړنیزه ادارې هډسن انسټیټیوټ له خوا (په پاکستان کې د انتخاباتو نه وروستو د یو سیکولرحکومت طمه؟) په سر خط د ېوې غونډې تابېا شوې وه –چې پکې د پاکستان د قامی اسمبلۍ پخوانۍ غړې او د صدرزرداري مشیرې فرح ناز اصفهاني او وتلي کالم لیکونکي ډاکټر تقی هم برخه اغسته ـ دغونډې په پایې کې ما د میرمن اصفهاني نه تپوس وکړو - د طالبانو په تواتر سره په کیڼ اړخو د حملو او سخت دریزه سیاسی ګوندونو ته د خالي میدان په نتیجه کې جوړیدونکي حکومت به سیکولر وي ؟

فرح ناز اطفهاني د ډيوه خبرېال رحمان بنيري سره د مزکې په مهال

د میرمن اصفهانې ځواب دا وو(د طالبانو د ظلم په سیوري کې په پاکستان کې انتخابات کیږي ، دا ډیره د فکرمندۍ خبره ده ـ طالبان په پی پی پی ، ایم کیوایم او اے این پی حملی کوي ، طالبان ځمونږه مشران او کارکنان وژني ـ لکه څنګه د اې این پی مشر اسفندیارولی خان اود ایم کیوایم یو مشر فاروق ستار وئیلی په دي حالاتو کې صفا او بي طرفه انتخابات کیدل ډیر ګران دي ) ـ


د میرمن اصفهاني نه مې بل تپوس دا اوکړو ( د انتخاباتو په دې اخري پړاؤ کې د جرنیل کيانی دغه بیان څه معنی لري چې وائی - اسلام د پاکستان روح دی ؟-
د فرح ناز اصفهاني ځواب وو ( د انتخاباتو په دي روان زغل کې د جرنیل کیانی دغه بیان چې اسلام د پاکستان روح دی زما لپاره د فکرمندی وړدي ، زه وايمه دغه شان خبره کول د چا په احتیار کې نه دې پکار ـ پوځ خپله ائین ، منتخب پارلیمان ، د وخت وزیراعظم او د وخت صدر ته جوابداره وی )


وس که چري د څیړنې په خاطر د جرنیل کېانی دغه بیان او د اسلامی تندروو طالبانو په کیڼ اړخو ګوندونو د خونړو حملو دغه دوه بېلې بېلې خبرې په یو مېز کیښودل شی نو د هډسن انسټیټیوټ د دغه پوښتنی ځواب پکې راووځی چې وائې ( د انتخاباتو په نتیجه کې د یو سیکولر حکومت څه طمعې کیدې شی؟)
اوس دې ته پام کؤ چې د طالبانو او پوځ په خپلو کې د یارۍ خبره ولې او څنگه کېږي ده ــــــ
ډاکټر تقي ېو تکړه ليکونکې او څېړونکې دی، اکثره په خپلو څېړنو کې ډېره ډاگيزه خبره کوي- دلته د هډسن په واشنګټن کې میلمه وو او په خپل تقریر کې ېې د پوځ او طالبانو د ېارۍ ذکر داسې کوو ( په تیرو څوکالو کښی د پاکستان پوځ د طالبانو حقاني نیټ ورک خوندي ساتلې دی ـ د حقاني نیټ ورک سراج الدین حقاني د ځان مرګي برید کوونکو استاد قاری حسین سره په شریکه د شمالي وزیرستان په شوال کې د ځان مرګي برید کوونکو کیمپ چلوو ـ تحریک طالبان به ورته ځان مرګي ورکول) ـ ښاغلې تقی په خپلو خبرو کې دا انکشافونه هم وکړه چې ( شمالي وزیرستان د حقاني نیټ ورک ، جیش محمد ، سپاه صحابه ، اهل سنت و الجماعت ، لشکر جهنګوي او د تحریک طالبان د نظریاتی تړون او رابطې مرکز دی ) ـ هغه زیاته کړه ـ
(دغه دهشت ګرد ګرزول شوي تنظیمونه د القاعده یو بدل شوې شکل دی د القاعده سره کار کوی یا القاعده په خپل ېو اثر کښی اخلي) ـ
د پنجاب جهادیان یا طالبان په پښتنو طالبانو کې خپل ملګرې لري ـ په پښتنو طالبانو کې د بهر هیوادونو،عربو، چیچن ، ازبک ، د منځنۍ ایشیا د هیوادونو او د اما وکما ترهه ګر راجمع شوي دي ـ ډاکټر په خپل تقریر کې دا هم وېلې چې حقانیان د پاکستان د پوځ په سیورې کې دي او د طالبانو انتظامي مرستې کوي ، او طالبان په کیڼ اړخو حملې کوي

ـ
اوس نه زما د تبصري ځائې پاتې کیږې او نه د تپوس ، خو تاسو پرې سوچ وکۍ چې لوبه څه روانه ده ـ
د هډسن انسټیټیوټ په غونډه کې میرمن اصفهانی یو دا انکشاف هم کړي وو چې د پاکستان پنجاب صوبې نه نزدي پنځوست داسې امیدواران په انتخابی زغل کې شامل دي چې د ترهګرۍ په تورونو ککړ دي ، په ډاګه ده په دغو کې به ځینی د پاکستان پارلیمان ته هم لاړشی ـ
په اخره کې زما ذهن ته دا سوال راځي چې که چرې ټوله خطره کیڼ اړخوته ده او دوئی د دیوال سره لګول شوي نو بیا اخر دوئی ولې په دې انتخاباتو کې بیل بیل ولاړ دي ؟؟
Back to top
XS
SM
MD
LG