This version of the page http://www.mashaalradio.com/a/27884560.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-08-22. The original page over time could change.
پښتونخواحکومت کسټم اېکټ منسوخولو هڅه کوي:حېدر علي

د لاسرسي ځای

  • عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
  • عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
  • لټون ته ورشئ
د مشال تر رڼا لاندې

پښتونخواحکومت کسټم اېکټ منسوخولو هڅه کوي:حېدر علي

  • عبدالحی کاکړ

  • پر فېسبوک شریکول
  • پر ټویټر شریکول

په ملاکنډ ډوژن کې د کسټم اېکټ يا ګمرکونو قانون پر ضد د چارشنبې په ورځ ددې ډوژن په اوه واړه ضلعو کې د سياسي ګوندونو او نورو سوداګريزو اتحاديو په غوښتنه کاربنديز وشو.

څه موده وړاندې صوبايي اېپکس کميټۍ په غونډه کې چې پکې د پېښور کور کمانډر ، د خېبر پښتونخوا وزيراعلی او ګورنر ګډون کړی وو ملاکنډ ډوژن ته د کسټم اېکټ غځولو وړاندېز شوی وو.

له دې وروسته د صوبايي حکومت په سپارښتنه ګورنر د کسټم اېکټ پر قانوني مسوده لاسليک وکړ.

خو د سوات، شانګلې، بر او کوز دير، بونېر، ملاکنډ او چترال ضلعو سياسي ګوندونو، سوداګرو او نورو سازمانونه دا حکومتي ګام رد کړ او په ضد يې احتجاج کوي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له ميلملنو سره ددې قانون پر مختلفو اړخونو خبرې شوې دي.

له سواته د صوبايي اسمبلۍ غړی او د واکمن تحريک انصاف ګوند د صوبې مشر ډاکټر حېدر علي، د جميعت علما اسلام يو مشر مولانا ګل نصيب، د سوات هوټلونو اتحاديې پخوانی مشر زاهد خان او څېړونکی فضل مولا زاهد د بحث ګډونوال دي.

خپرونه لاندې اورېدای شئ

  • عبدالحی کاکړ

    عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی.

    خوښ کړئ تعقیب کړئ دا خپرونه یا موضوع راجسټره کړئ

تبصرې ښکاره کړئ

بیرته پورته
XS
SM
MD
LG