This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3450187.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-08-13. The original page over time could change.
دپاکستان هيلي کاپټر افغانستان کې بيړنۍ ناسته کړې

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

دپاکستان هيلي کاپټر افغانستان کې بيړنۍ ناسته کړې


لاهور کې يو حکومتي چارواکي خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي په دغه هيلي کاپټر کې شپږو کسانو سفر کولو خو دهغوي دقسمت څخه ناخبره دي.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

دپاکستان دحکومت يو هيلي کاپټر دزيارت په ورځ دافغانستان په لوګر ولايت کې بيړنۍ ناسته کړې ده او ناتائيده راپورونه وايي چې په دغه هيلي کاپټر کې ناست شپږ کسان طالبانو يرغمال کړي دي.

لاهور کې يو حکومتي چارواکي خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي په دغه هيلي کاپټر کې شپږو کسانو سفر کولو خو دهغوي دقسمت څخه ناخبره دي.

دوالي دوياند سالم صالح وينا ده چې دغه هيلي کاپټر دلوګر ولايت په ازره نومې اولسوالۍ کې ناسته کړې او اور پرې لګيدلى.

له دې وړاندې سيمه ييز ولسوال حميدالله حامد ويلي وو چې دغه هيلي کاپټر کې ناست شپږ کسان طالبان يرغمال کړي او کوم نامعلوم مقام ته يې بوتللي دي.

په کابل کې دپاکستاني سفارت خانې يو وياند دهيلي کاپټر دبيړنۍ ناستې پخلى کړى خو په دې اړه يې څه نه دي ويلي چې ايا دغه هيلي کاپټر کې ناست کسان تښتول شوي که نه.

اختر منير ويلي دي دپنجاب دحکومت يو ايم ايي-١٧ ټرانسپورټ هيلي کاپټر ټاکل شوى چې روس ته به دسميدو لپاره الوت کوي او هغوي فکر کوي چې هم دغه هيلي کاپټر په لوګر کې بيړنۍ ناسته کړې ده.

دهغه وينا وه ورته معلومه نه ده چې هيلي کاپټر کې ناست کسان په څه حالت کې دي او يا دغه هيلي کاپټر ناسته ولې کړې ده.

په عين حال کې دافغان طالبانو وياند ويلي دي چې هغوي ته ددغه پيښې په اړه معلومات نشته.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي هغوي په دې اړه دمعلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.

Back to top
XS
SM
MD
LG