This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3037845.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-08-08. The original page over time could change.
د خېبرپښتونخوا زلزله ځپلي يخ موسم کډو کولو ته مجبور کړي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

د خېبرپښتونخوا زلزله ځپلي يخ موسم کډو کولو ته مجبور کړي

  • فضل عزیز

د اکتوبر د مياشتې په 26م نېټه راغلې زورورې زلزې د خېبرپښتونخوا سوات، شانګله پار، بره او کوز دير، تورغر، چترال، بونير اوبره کوهستان ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې وې .

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې د سوات ، شانګلې، براو کوز دير، بونير او چترال ضلعو هغه خلک چې کورونه يې په تېره راغلې زوروره زلزله کې وران شوي وو ، د باران او واورې ورېدو په نتيجه کې د موسم يخېدو له امله زلزله زپلو د سيمو نه کډې کول پېل کړي دي .

د زلزلې نه نزدې يوه اوونۍ پس په ملاکنډ ډويژن کې پرله پسې درې ورځې زورور بارانونه شوي او په غرونو واورې ورېدلې دي . او د زلزلې له امله د اغېزمند شوؤ کورونو غورځېدو په نتيجه کې په سوات، دير او بونير کې د زنانوؤ په ګډون درې کسان مړه شوي او په لسګونو نور کورونه غورځېدلي دي .

د اکتوبر د مياشتې په 26م نېټه راغلې زورورې زلزې د خېبرپښتونخوا سوات، شانګله پار، بره او کوز دير، تورغر، چترال، بونير اوبره کوهستان ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې وې .

او د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې پي ډي اېم ای د شمېرې ترمخه ټوله صوبه کې د زلزلې په نتيجه کې 232 کسان مړه او 1561 ژوبل شوي وو . دغه رنګ زلزلې 81713 کورنه اغېزمند کړي او تباه کړي وو .

د پي ډي اېم ای ترمخه په تباه شوؤ اغېزمند شوؤ کورونو کې يواځې د 1793 زلزله ځپلو سره مرستې شوي دي .

د چارواکو په وينا د صوبې د ملاکنډ ډويژن شانګله ، سوات، بر او کوز دير ترڅنګ چترال ضلعې چې پکې زلزلې زيات کورونه وران کړي او خلک په بيابان پاتې شوی وو، د دويې سره د حکومت لخوا امداد شوی د سر پټولو دپاره ورته ټېنټونه او خوراک ورکړی شوی وو .

خو په دغو غرئيزو سيمو کې د تېر ګل د ورځې راهسې د زيارت د ورځې پورې تېزباران شوی او په غرونو واورې ورېدلي دي ، چې له امله يې موسم سخت يخ شوی دی .

د زلزله ځپلو په وينا دويې نه شي کولی چې په يخ موسم کې ماشومان او زنانه په ټېنټونو کې پاتې کړي،او اوس دوي هڅې کوي چې پنجاب او سندهـ صوبو ته کډې وکړي ، او خپلې کورنۍ هلته وساتي ځکه چې په يخ موسم کې په ټينټ کې وخت تېرول ګران دي .

راپورونه وايي د زلزلې په نتيجه کې اغېزمند شوي په لسګونو نور کورونه د باران له امله غورځېدلي دي ، او په شانګله پار، سوات او نورو سيمو کې په سړکونو کې غرونه راخويدلي لارې يې بندې کړي ، او د زلزلې نه د متاثره علاقو د خلکو ستونزې يې لا نورې سېوا کړي دي .

د خلکو وينا ده چې ډېرو غرئيزو سيمو ته زلزله ځپلو ته امداد نه دی رسېدلی او د لارو د بندېز سره نور ځايي خلک هم د مشکلاتو سره مخ شوي دي .

Back to top
XS
SM
MD
LG