د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ نن په پاریس کې د مختلفو مذاهبو مشرانو سره ولیدل او د یو مسلمان افراطي په لاس د یو عیسوي پادري د وژنې نه پس پیدا شوي حالت باندې خبرې کړي.
هغه ویلي چې د تروریزم سره جگړې دپاره یو شریک هوډ ته ضرورت دی.
د پاریس د یو ستر جومات امام دلیل ابوبکر په دې غونډه کې د خبرو په وخت وویل «زه غواړم چې د دې ناستې نه په گټې اخیستو دا ووایم چې فرانسه کې مسلمانان په دې پیښه سخت غمژن دي، مسلمانان دا وخت د د ذهني ناراحتۍ ښکار ده. اسلام د داسې عملونو اجازه نه ورکوي. په یو مذهبي ځای حمله کول د بشریت خلاف کار دی.
حمله کونکی او ملگری ېې وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
دې حملې کې لاس لرونکی عادل کریمچي په کال ٢٠١٥ کې عن د تروریزم په تړاو تور نیول شوی و، حکومت د هغه په لاس کې یو برقي دستبند هم اچولی و چې کړو وړ نه ېې ځان خبر وساتي. هغه د حملې په وخت هم دغه دستبند تړلی و.
٧ کسان ووژل شو.
بیا په دې نیزدو وخت کې یو نفر چې درنه لارۍ ېې چلوله د نیس په ښار کې د یو میلې په جریان کې په خلکو لارۍ وخیژله او په ډزو ېې هم گڼ کسان ووژل.