پدې قانون کې هلک په اتلس کلنۍ او نجلۍ په شپاړس کلنۍ کې د واده قانوني حق ترلاسه کوي.
.
.
.
د کمیسیون مشرې سیماسمر امریکاغږ ته وویل "د تل پاتې پرمختګ، د دیموکراسۍ پیاوړي کولو، له جنګ څخه وتلو او سولې ته د رسیدو لپاره موږ اړیو چې مبارزه وکړو ترڅو د ماشومانو ودول منع کړو".
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بشري او ښځو حقونو څانګې امریکاغږ ته پدې هکله وویل سره لدې چې د نظارت دنده لري خو بیاهم د هغو کسانو پروړاندې جدي چلند کوي چې له وخته مخکې ودونو مسلو ته په سپکه سترګه ګوري.
د مولوي عبدالعزیز په نوم دیني عالم وایي د تعلیم نه محروم پاتې کیدل، صحې ستونزې چې د مور او ماشوم د مړینې سبب کیږي، دا ټول د همداسی کم عمره نجونو دودلو له امله پیښیږي.
ګڼ شمیر افغانان پدې باور دي چې که چیرته نجوني ښوونځې ولولي، او د امکان ترحده لوړې زده کړې هم ترسره کړي نو بیا کولی شي په خپله خوښه د خپل ښه ژوند لپاره تصمیم ونیسي. اکثریت هغه پیښې چې په کم عمر کې د هلک او نجلۍ د جبري ودولو په نوم ثبت دي، ښکاري چې واده شوي کسان په څو ورځو کې د ګډ ژوند پښیمانه او واده یي د کورني تاوتریخوالي سبب ګرځیدلی.
.
د ملګروملتونو د نفوس نړیواله اداره وایي د ماشومانو ودول د بشري حقونو سرغړونه ده او سره لدې چې پدې اړوند زیات قوانین تصویب شوي دي، دا دود په ډیرو سیمو کې د بی وزلۍ او جنسیت د نابرابرۍ له امله دوام لري.
د ملګروملتونو د نفوس اداره وایي په مخ پرودې هیوادونو کې هم په هرو دریو نجونې کې یوه یي د اتلس کلنۍ د عمر مخکې ودول کیږي. راپورونه ښیې چې د ماشومانو ودول د نجونو روغتیا او ژوند ته زیان رسوي او د خپلې راتلونکې محرومیږي.
دا اداره وایي أفغانستان چې په چټکۍ سره د نفوس زیاتیدو سره مخ یو ځوان هیواد دی، د جګړو، کمزورې حکومتدارۍ او فرهنګي ممانعتونو سره لاس و ګریوان دی او همدا ستونزې د ښځو او ماشومانو د بی وزلۍ سبب شوی دی.