This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3405880.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-07-30. The original page over time could change.
اسلامي نړۍ کې د وړوکي اختر خوشحالۍ نمانځل کيږي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

اسلامي نړۍ کې د وړوکي اختر خوشحالۍ نمانځل کيږي


پاکستان کې د وړوکي اختر په مهال سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي  وو .

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

د پاکستان او افغانستان په ګډون خليجې هېوادونو او يورپي هېوادونو کې نن د شورو (چارشنبې) په ورځ د وړوکي اختر خوشحالۍ نمانځل کيږي .

د پاکستان په لويو وړو ښارونو او قبائيلي سيمو کې د وړوکي اختر نمونځ ادا کړی شوی دی . پاکستان کې به له دې وړاندې په عمومي ډول نه خو روژه په ځاې نيول کېده او نه به په ټول ملک کې اختر په يوه ورځ کولی شو .

په قبائلي سيمه او خېبرپښتونخوا کې به د نور پاکستان نه يوه ورځ وړاندې اختر نمانځل کېدو ولې دا ځل په وړومبي وار په ټول پاکستان کې په يوه ورځ اختر نمانځل کېږي او روژه هم په يوه ورځ نيول شوې وه .

دې سره سره نن په افغانستان او خليجي هېوادونو کې هم د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ ده، امريکا کې هم د شورو په ورځ وړوکی اختر نمانځل کيږي .

پاکستان کې د وړوکي اختر په مهال سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو .

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په سعودي عرب کې د مسجدنبوي (ص) سره خوا ته يو ځانمرګي بريد شوی وو او هم په دغه ورځ په جده او قطيف ښارونو کې هم چاودنې شوې وې له دې امله سخته ويره ترخه خوره وه .

د دغو پېښو وروستو د وړوکي اختر د نمانځه په وخت د پاکستان په ټولو سيمو کې کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو ، چارواکي وايي چې د جوماتونو او امام باړو د امنيت لپاره يې ګڼ شمېر امنيتي سرتيري ځای په ځای کړي وو .

د پاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ په شمالي وزيرستان کې د پوځ د ځوانانو سره کړی دی .

د پاکستان په ګاونډي هېوادونو هند او بنګله دېش کې به سبا د زيارت په ورځ وړوکی اختر نمانځل کيږي .

Back to top
XS
SM
MD
LG