This version of the page http://www.pashtovoa.com/a/3392740.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-07-30. The original page over time could change.
ډیلي وايي پاکستان تل د هند د بی ثباتۍ هڅې کوي

د لاس رسي وړ اتصالات

  • اصلي متن ته لاړ شئ
  • عمومي لارښود ته لاړ شئ
  • لټون ځای ته لاړ شئ
ژبې
لمړي خبرونه

ډیلي وايي پاکستان تل د هند د بی ثباتۍ هڅې کوي


د هند د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې په جمو او کشمیر کې به د حملې د څرنگوالي په اړه څیړنې وشي

  • په فېس بوک یې شریک کړۍ
  • په ټویټر یې شریک کړۍ
  • Share on Google+
  • ملگری ته یې ایمیل کړئ

د هند د کورنیو چارو وزیر نن وویل چې پاکستان تل د هند د بی ثباتۍ هڅې کوي.

په وروستی حملې کې د هند اته تنه امنیتي منسوبین ووژل شول. تندلارو د تیرې شنبې په ورځ د امنیتی ځواکونو پر یوه کاروان باندې په جمو او کشمیر کې برید وکړ او د اتو تنو په وژلو برسیره پدې برید کې شل تنه نور ټپي شوي هم دي.

ددې حملی مسولیت تندلارې اسلامی ډلې لشکر طیبه په غاړه اخیستی دی.

د هند د کورنیو چارو وزیر، راجنات سنگ، په غیر مستقیمه توگه پاکستان ملامت کړ او ددې ډول بریدونو مسول یی وباله.

هغه د هند په شمال کې د فتح گر په ښارگوټي کې د وینا په ترڅ کې وویل، « تندلاري او زمونږ گاونډی هیواد په دوامداره توگه هڅه کوي چې زمونږ هیواد بی ثباته کړي. زه ددی هیواد د ځوانانو څخه غواړم چې را مخی ته شي او ددوي په وړاندې وجنگیږي.»

د هند د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې ددې حملی د څرنگوالي او د ځواب په چارو کې د نیمگړتیاو د شتون پر احتمال به ژوری څیړنی وشوی او همدې هدف ته د رسیدو دپاره یې یوه ځانگړی کمیټه ټاکلی ده چې د پیښې سیمې ته به یې ډیر ژر ور واستوي.

د هند د کورنیو چارو وزیر

د کشمیر په جنجالي سیمو کې مخالفتونو زور اخیستی دی. وروستی تاوتریخوالی د ټولنیز کړکیچ څرگندونه کوي او دا چې په خلکو کې د جلا کیدو احساس هم ورځ تربلې پیاوړی کیږی. یوازی تیره میاشت تندلارو درۍ هندی پولیس په ډزو ووژل. د فبروري په میاشت کې پر یوه بس باندی چې پولیس یی لیږدول شرینگر ته نږدې برید وشو. ددې ترڅنگ پر یوې تعلیمي ادارې هم حمله وشوه.

هند پر پاکستان دا تور له پخوا لگولای چې د خپل کنترول لاندی کشمیر کې یاغیان د هند په خلاف جگړی ته روزي او دوی ته پوځی روزنی ورکوي او د تجهیز نه وروسته یې د هند تر کنترول لاندی کشمیر ته لیږي. خو پاکستان تل دا ادعا رد کړې ده.

Back to top
XS
SM
MD
LG