ترکي چارواکو امريکا کې دميشته ترک مذهبي مشر فتح الله ګولن سره په شکمنه توګه دتعلق لرلو له امله دلسګونو صحافيانو دنيولو امر کړيدى.
دشام القامشلي ښار کې ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ٤٤ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شويدي.
د پاکستان سندهـ صوبه کې واکمنه ګوند پاکستان پیپلزپارټۍ د پخواني وزیراعلی قایم علي شاه په ځاې مرادعلي شاه نوی اعلی وزیر نومولی دی .
د ګهوټکي ضلعې د پولیس مشر اېس اېس پي مسعود بنګش د پېښې په اړه وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خبرو کې وویل دغه کس د قران پاک سوځولو په تور کې نیول شوی مقدمه پرې درج کړی شوې او د پېښې په اړه پلټنې پېل کړی شوي دي .
دامريکا دګډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ ويلي دي افغانستان کې لا عسکري مشن پاې ته نه دى رسيدلى او په نزدې راتلونکي کې به هم دغه مشن پاې ته نه رسيږي.
د نهې په ماښام د پنسلوینیا په فلاډلفيا ښار کې د ډیموکریټک ګوند په استازو کې ۲۸۴۲ هیلري کلنټن او ۱۸۶۵ سینیټر برني سینډرز ته رايې ورکړي او دغه ډول هیلري کلنټن امریکا کې وړومبۍ ښځه جوړه شوې چې د صدارت د چوکۍ دپاره په رسمي ډول کاندیده ونومول شوه .
دنهې په ورځ دافغانستان دختيځ ولايت ننګر دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي ويلي دي چې ددغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو فضايي بريدونو کې دتندروه ډلې داعش ١٢٢ جنګيالي وژل شويدي.
د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ په مرکزي صدر علاقه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د پوځ دوه عسکر وژل شوي دي .
د صدارتي کانديد جوړېدو په زغل کې شامل د هیلري کلنټن سیال برني سینډرز کنونشن ته په وینا کې وویل ( هیلري کلنټن به یوه تکړه ولشمره وي او زه نن د هغې سره یو ځاې په اودرېدو ویاړم ) .
د امریکا لوړ پوړي جنرال د ترکي د ورځپاڼې هغه رپورټ غندلی چې پکې ويل شوي د ترکي د ناکامه کودتا جوړؤنکی یو پخوانی امریکايي کمانډر دی، نوموړي دغې راپور ته "پوچ" ويلي دي .
د بنګله دېش پولیسو ويلي د هېواد پلازمینه ډهاکه کې يې عملیات کړي او نهه تُندلاري يې وژلي دي .
پاکستاني چارواکو د ګل په ورځ ويلي دوې پلان لري چې د تورخم په پوله جوړه نوې دروازه د اګست په وړومبۍ نېټه پرانیزي . د چارواکو په وینا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ په دغه مصروفه لار به د نوي دروازې سره د غېرقانونه تلونکو راتلونکو د څارنې عمل موثره شي .
جاپان کې نن د نهې په ورځ د ټوکيو نه بهر چاکو په لاس یو تن د معذورو کسانو د ساتنې په مرکز برید او لږترلږه ۱۹ کسان یې وژلي دي . دې پېښې ته د دوېمې نړیوالې جګړې نه وروستو تر ټولو لویه خونړۍ پېښه وئیل کيږي .
دافغانستان لپاره ددملگرو ملتونو د مرستو دفتر یوناما وېلي دي په دغه هیواد کې د نورو کلنو په پرتله د تشدد کچه زیاته شوېده او د راون کال په شپږو میاشتو کې دتشدد په پېښو کې د ٥٠٠٠ څخه زیاتو خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده .
د امريکي فلورېډا ریاست کې یو نائټ کلب باندې ډزو کې دوه کسان وژل شوي دي . چارواکي وايې پېښه کې ۱۴ کسان ژوبل شوي هم دي .
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د افغانستان صدر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې کابل کې شوی برید غندلی او ويلي دي د پاکستان حکومت او اولس د افغان حکومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دی .
د جرمني د چارواکو په وینا د شام یو کډوال چې د اتوار په ورځ يې د انسباخ بویریا علاقه کې د موسیقۍ مېلې ته بم وړلو هغه پرې چاؤدلی او پکې وژل شوی دی، چاؤدنه کې نور ۱۲ کسان ژوبل شوی دی .
د هند خارجه وزیرې سشماسوراج د خالي په ورځ یو بیان کې ویلي د کشمیر خپلې برخې جوړولو د پاکستان دا خوب به ترقیامته پوره نشي .
د افغانستان پلازمینه کابل کې د خالي په ورځ مظاهره چیانو باندې برید کې د ۸۰ کسانو د وژنې او ۲۰۰ نه زیاتو په ژوبلېدو نن ملي ماتم دی .
پاکستان د ترکي لخوا د فشار سره مخ دی چې د فتح الله ګولن سره اړونده تعلیمي او نورې کاروباري ادارې وتړي، ګولن باندې ترکي کې د تېرې اونۍ د کودتا تور دی .
نړیوالې ټولنې افغانستان کې د خالي په ورځ ترسره شوؤ ځانمرګي بریدونو کې د بې ګناه افغانانو د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ دغه بریدونه یې د جنګي جرم برابر عمل ګرځولی.
دافغانستان د ولسي روغتيا وزارت ويلي دي دخالي په ورځ پلازمينه کابل کې داقليتي ورورولۍ هزاره داحتجاج په مهال شوؤ دوؤ ځانمرګي بريدونو کې لږ ترلږه ٨٠ کسان وژل شوي او ٢٣٠ نور ژوبل شويدي.
دافغانستان پلازمينه کابل کې دخالي په ورځ دهزاره ورورولۍ په زرګونو کسانو دانرژۍ دلکونو ډالرو ديوې منصوبې دلارې دبدلولو په ضد مظاهره کړې او سړکونو ته راوتلي دي.
افغانستان کې تيره مياشت تښتول شوې يوه هندي کارکوونکې زنانه دخالي په ورځ راخوشې کړل شوې ده.
شام کې دتندروه ډلې داعش په ضد جنګييدونکو جنګيالو دمنبج ښار دنيمې برخې واک بيا ترلاسه کړى دى.
دجرمني ميونخ ښار کې دسودسودا اخستو يو مرکز کې دډزو له امله لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي دي، دجرمن پوليسو وينا ده چې بريدکوونکى يواځې ؤ او هغه وروستو ځان هم په ډزو سره وژلى دى.
دپاکستان دخېبرپښتونخوا صوبې دسوات دسيلګرۍ په سيمه کالام کې دوؤ بمي چاودنو کې يو عسکر وژل شوى او دبونير دضلع ناظم په ګډون پينځه کسان ژوبل شويدي.
دهند دهوايي ځواکونو يوه الوتکه ، چې پکې ٢٩ مسافر سپاره وؤ، ورکه شوې ده.
دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې دقانون سازې اسمبلۍ دټولټاکنو دغيرسرکاري نتيجو ترمخه پاکستان مسلم ليګ(ن) په واضحه اکثريت سره بريالى شويدى.
دپاکستان دناقراره ايالت بلوچستان دسرښار کويټې په سرياب روډ دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې ددريوؤ ماشومانو په ګډون لږ ترلږه شپږ کسان ژوبل شويدي.
د خپل تقریر په اخیره کې ډونډل ټرمپ وویل د هیواد په کلو او بانډو کې اوسیدونکو سره دا لوظ کوي چې هیواد به بیا مظبوطوي، امریکې ته به بیا فخر ورکوي، امریکا کې به بیا امن و امان پرځای کوي او امریکې ته به یوارې بیا عظمت ورکوي
دزيارت په ورځ افغان چارواکو ويلي دي دافغانستان دختيځ ولايت ننګرهار په اچين اولسوالۍ کې دافغان او امريکايي ځواکونو هوايي بريدونو کې دداعش ٣٥ اؤ دطالبانو ٢٢ جنګيالي وژل شويدي.
د افغانستان د کورنو چارو وزارت ويلي نن د زيارت په ورځ کابل کې د سترې محکمې ساتونکو سره په نښته کې يوه ښځه وژل شوې او چارواکو د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل کړي دي .
تېره اونۍ په ملک کې د ناکامه کودتا وروستو د ترکي صدر رجب طيب اردوان د شورو په ورځ هېواد کې د درېو مياشتو دپاره د بيړني حالت په ځاې کولو اعلان کړی دی .
د امريکې د خزانې محکمې په ايران کې موجود د القاعده په درې مشرانو نوي بندېزونه لګولي دي ، په دوې تور دی چې د ترهګرې ډلې دپاره يې پېسې راجمع کولې .
دامريکا ولسمشر براک اوباما بيلا بيلو پيښو کې داتوؤ پوليس عسکرو دوژل کيدو په تناظر کې ټول هيواد کې دقانون پځايې کوونکو ادارو افسرانو ته باور ورکړى چې هغوي ته دټول قام ملاتړ ترلاسه دى.
دپټو معلوماتو په ډاګه کوونکي لانجمن تنظيم وکي ليکس دعوه کړې ده چې ترکي ټول هيواد کې دهغوي دويب پاڼې دبلاک کولو امر کړيدى.
د امريکا د ريپبلکن ګوند ياد کاروباري مالدار تن ډونلډټرمپ د صدارتي انتخاباتو دپاره په رسمي ډول کانديد ونومول شو .
دترکي سرکاري ميډيا راپور ورکړى چې دشورو په ورځ شمالي عراق کې دترکي دجنګي الوتکو هوايي بريدونو کې ٢٠ کرد جنګيالي وژل شوي دي.
د امريکې صدر باراک اوباما خپل ترکي سيال رجب طيب اردوان ته وړانديز کړی چې تېره اونۍ د ناکامه کودتا د پلټنو په لړ کې ورسره مرسته وکړي .
پاکستان، افغانستان او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دنهې په ورځ يوه درې فريقي غونډه کې په نړيوالې ورورولۍ زور راوړى چې پاکستان څخه دې دافغان کډوالو دستنيدو دعمل بشپړيدو کې مرسته وکړي.
د جرمني په ریل گاډې حمله د گل، دوشنبې، په ورځ شوي ده. عیني شاهدینو ویلي حمله کونکې په خلکو د چړې او تبر د گزارونو نه وړاندې د الله اکبر نعرې پورته کړې. د حملې ورسته پولیس وسله وال ووژلو
د انډونيشيا چارواکو پخلی کړی چې د ملک انتهايي مطلوب تُندلاری پوليس سره په نښته کې وژل شوی دی .
واډا غوښتنه کړې ده چې د برازیل په اولیمپکس مقابلو کې دې په روسي لوبغاړو بندیز ولگول شي. د اولیمپکس کمیټۍ مامورینو ویلي د واډا د رپورټ به په کره توگه جاج اخلي