د ترکي صدر رجب طيب اردوان د وخت ضايع کولو پرته دخالي په ورځ د خپلو دښمنانو په ضد عملياتو کولو باندې لاس پورې کړی دی .
د استنبول اتاترک هوايي ډګر ته په رارسېدو په سمدستي ډول هغه ژمنه وکړه چې د کودتاه سازش کوؤنکو او هغه چاته چې د هغه د وژنې هڅه يې کړې سخته سزا به ورته ورکړی شي .
اردوان وويل " دوې ته به د دې کار دروند قيمت ادا کول وي " .
هغه زياته کړه د جمعې په ورځ رامنځته شوي دغې عمل ورته موقع برابره کړه . په هوايي ډګر خپلو پلويانو ته په وينا کې اردوان وويل " دا کودتاه د خداې تعالی له طرفه يوه ډالۍ ده ځکه چې د دې د لارې به مونږ ته د خپلو دښمنانو نه د ځان خلاصولو موقع په لاس راشي " .
د سيمې څيړنکاران شک کوي او وايي، هغه (اردوان) به دا ناکامه کودتاه بهانه وګرځوي، خپل صدارتي واک به نور پراخه کړي او نه يواځې پوځ بلکې نورې ادارې به هم د خپلو مخالفينو څخه پاکې کړي .
د دغو عملياتو وړومبي اثار په سمدستي ډول ليدل شوي د کودتاه د هڅې نه وروستو عمليات پېل شوي او په دغه هڅه کې برخه اخستونکي نزدې ۳۰۰۰ عسکر نيول شوي او د پينځه جرنېلانو په ګډون ۲۹ کرنېلان معطل کړی شوي دي . تراوسه لا دا نه ده په ډاګه چې دا سرتيري په کودتاه کې ککړ وو که نه وو .
ښکاري حکومت دغه چاڼيز عمليات غځول غواړي .
د اناتوليه خبري ادارې خبر ورکړی دی چې د پوځ سره عدليه هم په دغه فهرست کې شامله ده چې په ضد يې عمليات کولی شي او حکومت ۲۷۰۰ ججان هم معطل کړي دي، د انقره عامه څارنوال د عدليې نزدې ۲۰۰ چارواکو نيولي دي .
په دوې کې د سترې محکمې ۱۴۰ غړي، د کونسل اف اسټېټ ۴۸ غړي شامل دي کوم چې د ترکي د درېو نه يو لوې عدالت دی .
د ملک وزيراعظم بن علي يلدرم لخوا داسې بيان مخې ته راغلی چې صدر اردوان د سختۍ کولو دهړکه ورکړې ده چې د کودتاه په عکس العمل کې به د حکومت غبرګون هم دومره سخت وي .
وئيل کيږي د ترکي حکومت د مرګ سزا بيرته په ځاې کولو په لړ کې د قانون په بدلولو سوچ کوي د دې دپاره چې يقيني کړی شې چې داسې کار بيا ونه شي .
ولې د جمعې په ورځ د کودتاه د هڅې په فوري توګه ناکامه کېدو ته په کتو داسې نه ښکاري چې زر بيا د پوځي کودتاه هڅه وشي .