This version of the page http://www.pashtovoa.com/a/copa-america-/3393379.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-07-23. The original page over time could change.
چیلي‌ د امریکا د فوټبال اتلولي وګټله او میسي استعفی وکړه

د لاس رسي وړ اتصالات

  • اصلي متن ته لاړ شئ
  • عمومي لارښود ته لاړ شئ
  • لټون ځای ته لاړ شئ
ژبې
لوبې

چیلي‌ د امریکا د فوټبال اتلولي وګټله او میسي استعفی وکړه

  • جعفر هاند

دا دویم ځل دی چې چیلي‌ د امریکايي‌ هېوادونو د فوټبال اتلولي‌ ګټي

  • په فېس بوک یې شریک کړۍ
  • په ټویټر یې شریک کړۍ
  • Share on Google+
  • ملگری ته یې ایمیل کړئ

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د فوټبال سیالیو په وروستۍ لوبه کې چیلي ارجنټاین ته ماتې ورکړه. لوبه د یکشنبې په شپه د امریکا په نیوجرسي کې وشوه. نړیوال ستوري لیونل میسي له همدغې لوبې وروسته له نړیوال فوټبال سره مخه ښه وکړه.

لوبه له اول نه ډېره احساساتي‌او جدي‌ پیل شوه. دواړو غاړو یرغلیزه لوبه کوله او د لوبې تر نویمې دقیقې پورې دواړو غاړو د ګول وهلو څو چانسونه له لاسه ورکړل.

په دغې لوبې کې په زړه پورې خبره دا وه چې لوبڅار د دواړو لوبډلو یو یو لوبغاړي‌ ته سره کارتونه ورکړل او له میدان نه یې وویستل.

په اضافي نیم ساعت کې هم هېڅ یو ټیم ګول ونشو کړی، او بلاخره خبره پنالټي‌ ووتله. د پنالټۍ لومړی شوټ نړیوال ستوري‌ لیونل میسي وواهه، خو بخت یې یاره ونکړه او توپ یې د ګول پر سر تېر شو. دا لومړی ځل و چې میسي‌ د پنالټي شوټ مس کړ. د ارجنټاین بل لوبغاړي‌ هم پنالټي‌ میس کړه.

چیلي‌ هم خپله لومړۍ پنالټي‌ ګول نشوه‌ کړې، خو پاتې نورې یې ګول کړل او ارجنټاین ته ۴-۳ ماتې ورکړه او اتلولي‌ یې وګټله.

دا دویم ځل دی چې چیلي‌ د امریکايي‌ هېوادونو د فوټبال اتلولي‌ ګټي، دوی تېر کال هم دغه اتلولي‌ ګټلې وه او هلته یې هم په پایلوبې کې ارجنټاین ته ماتې ورکړه وه. په سږنیو لوبو کې ۱۶ ټیمونه وو، چې متحده ایالتونه یې کوربانه وو.

  • جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

    خوښول تعقیب یې کړئ گډون کول

دا مو هم ښایي خوښ شي

  • امریکا

    هیلري کلینټن ټیم کین خپل معاون وټاکه

  • نور خبرونه

    د نیویارک ښار یو افغاني الاصله پوليس "اتل" شو

  • امریکا

    ټرمپ: اول امریکا، بیا نړۍ!

  • روغتیا

    د درد درملو پرله پسې کارول د روږدیتوب خطر زیاتوي

  • امریکا

    ډانلډ ټرمپ رسماً د جمهوري ریاست کاندید شو

  • دویمه سهارنۍ خبري خپرونه

    دویمه سهارنۍ خبري خپرونه

  • لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

    لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

  • خبرونه

  • خبرونه

  • د اشنا راډیو وروستۍ ماښامنۍ خپرونه

    د اشنا راډیو وروستۍ ماښامنۍ خپرونه

  • د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

    د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

  • د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

    خبرونه او د اشنا راډیو اونیزې خپرونې

  • گفت و شنود - خبرې اترې

    گفت و شنود - خبرې اترې

  • ماښامنۍ خبري خپرونه

    ماښامنۍ خبري خپرونه

  • د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه په ۳ دقیقو کې

    د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه په ۳ دقیقو کې

Back to top
XS
SM
MD
LG