امريکا نن د ګل په ورځ د برطانيي نه د خپلې ازادۍ ۲۴۰م کاليزه نمانځي په دې ورځ امريکا کې عامه چهټي ده او په ټول ملک کې خلک پرېډونو او نورو نندارونو کې ګډون کوي او سېلونو ته ځي .
صدر اوباما په دې موقع د ځينو پوځي چارواکو کورنۍ سپينۍ ماڼۍ ته د (باربي کيو) دپاره بللي دي او هلته د يو (کنسرت) دستورې تابيا هم شوې ده . راپورونه وايي که چرته د ګل په شپه د موسم پېشن ګويي سمه ثابته شوه نو هغه به د واشنګټن نيشنل مال سره نزدې د اتش بازۍ (اورلوبې) ننداره هم وکړي .
ولې په دغه چهټۍ کې تر ټولو مهمه خبره د سپينې ماڼۍ نه په لږه فاصله لرې د نيشنل ارکائيوز (ملي ارشيف) په ودانۍ کې موجوده د ازادۍ اعلاميه ده . دغه مسوده تهامس جيفرسن جوړه کړې وه او کانګرس د جولايۍ په څلورمه کال ۱۷۷۶ کې منظوره کړې وه .
په دغه اعلاميه کې د ملک د ځيني اساسي اصولو وضاحت شوی دی چې " مونږ دغه رښتيا په ښکاره په ډاګه کوؤ چې ټول انسانان يو شان پېدا کړی شوي دي ، دوې ته د دوې د خالق لخوا داسې حقوق ورکړی شوي چې رد کېدی نه شي او په دغو حقونو کې د ژوند، ازادۍ او خوشحالۍ ترلاسه کولو حقونه شامل دي" .
د جولايۍ په څلورمه نېټه د ملي ارکائيوز د ودانۍ مخې ته د ازادۍ دغه اعلاميه اورولی شي . په ودانۍ کې دننه دغه اعلاميه د ملک د ائين او (بل اف رائټس) د حقونو مسوده د نندارې دپاره اېښودې شوې ده .
د اعلاميې اورولو نه لږه شيبه وروستو په شاهراه ائين د جوړ وداني مخامخ پرېډ پېل کيږي او د هغې د ليدو دپاره په زرګونو خلک راټوليږي .