د سعودي عرب د رسنيو ترمخه د ګل په ورځ د ملک په لويديځ ښار جده کې د امريکې د قونصلګرۍ سره نزدې يو ځانمرګي ځان الوزولی دی .
د سعودي عرب سرکاري ټيلي ويژن او سبق ويب پاڼې ويلي بريد کوؤنکي خپل ګاډی د قونصلګرۍ نه بل اړخ ته په سړک ودرولی او بيا يې ځان ته چاؤدنه ورکړې ده ،چاؤدنه کې هغه په خپله وژل شوی او دوه ساتونکي ژوبل شوي دي .
په سمدستي ډول پېښه کې د نورو ژوبلو خبر مخې ته نه دی راغلی .
په کال ۲۰۰۴م کې د القاعده سره اړونده وسله والو په قونصلګرۍ د لاسي بمونو بريد کړی ؤ او د سعودي عرب د ځواکونو سره يې نښته شوې وه .
په دغه بريد کې د قونصلګرۍ پينځه کارکوؤنکي وژل شوي وو ، خو په دوې کې کوم امريکايي نه ؤ شامل .
سعودي عرب کې په وروستيو کالونو کې د تشدد پېښو کې سېوا والی راغلی او په ځانګړې ډول د ملک په شيعه ابادۍ والا علاقه کې يو شمېر وژونکې پېښې رامنځته شوي دي .