تېر کال په زور د بې ځايه کړی شوؤ خلکو شمېره شپږ کروړه او ۵۳ لاکه وه او دا په کال ۲۰۱۴م کې د بې کوره شوؤ خلکو د شمېرې نه ۵۰ لاکه سېوا شوې ده .
د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره هايي کمشنر فليپوګرينډي ويلي چې د جنګ او زور زياتي نه خلک بې کوره کيږي په داسې حال کې چې د نړۍ ملکونو د کډوالو دپاره خپلې دروازې هم تړلي دي .
ګرېنډي ويلي " په يو منټ (دقيقه) کې ۲۴ کسان بې کوره کيږي، په زوره بې کوره شوؤ کسانو کې دوه په درېمه برخه کې په ملک کې دننه کډوال کيږي او د دغو په زور بې کوره شوؤ خلکو کې د ۹۰ فيصده تعلق د غريبو يا منځنۍ طبقې سره تعلق لرونکو ملکونو سره دی " .
د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه په نړۍ کې په کډوال شوؤ کې د ۲۱ملينه نيمو کډوالو تعلق د درې جنګ ځپلو ملکونو شام، افغانستان او صوماليه سره دی .
راپور وايي په کډوالو کې نيمه شمېره د ماشومانو ده او په دوې کې زياتره د تېښتې په وخت د خپلو کورنو نه جدا شوي دي . د شمېره ترمخه تېر کال ۹۸ زره د پناه اخستونکو خواستونه د داسې ماشومانو ترلاسه شوي چې کوم لوې سړی ورسره نه ؤ له دې وړاندې کله ماشومانو دومره خواستونه نه دي کړي .
د ملګرو ملتونو هايي کمشنر وايس اف امريکا ته ويلي شام کې د شخړې له امله په زور تر ټولو زيات خلک کډوال شوي دي .
برونډي د څو لسيزو راهسې د جنګ سره مخ دی او د کمشنر په وينا تېر کال هلته هم په ملک کې دننه او نورو ملکونو پله د پناه اخستو دپاره د تلونکو خلکو شمېره سېوا شوې ده .
ګرېنډي ويلي " بيا د سوډان په رنګ شخړه ده کومه چې د بيلابيلو پړاؤنو څخه تيريږي او د بده مرغه دا وخت مونږ په دې شخړه کې د زياتوالي د مرحلې نه تيريږو د افغانستان خلک ملک پرېږدي او کوم افغانان چې د اوږدې مودې نه په ايران کې د کډوالۍ ژوند کوي هغه هم ملک پرېږدي" .
راپور کې ويل شوي چې دوه کروړه ۳۶ لاکه په ملک کې د دننه کډوالو بې کوره شوؤ خلکو تعلق د منځني ختيز او شمالي افريقې سره دی او په دغه سيمه کې د نړۍ تر ټولو زيات خلک بې کوره کيږي .
له دې وروستو د صحارا ځيني سيمې دي چرته چې د کال ۲۰۱۵م د اخرې پورې يوکروړ ۸۴ لاکه خلک بې کوره شوي يا په نورو ملکونو کې د پناه اخستو دپاره يې ملک پرېښودی دی .
راپور وايي که څه هم په رسنيو کې د يورپ خبره زياته کيږي ولې په دغه سيمه کې تر ټولوکم کډوال موجود دي .