د امريکا بې پائيلټه ډرون الوتکې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې د داعش وسله وال او کندوز کې طالبان په نخښه کړي دي .
د ننګرهار د چارواکو په وينا تېره شپه ډرون په اچين ضلع کې د داعش مرکزونه په هدف کړي او د دغه ډلې ۲۳ جنګيالي يې وژلي دي .
د ننګرهار د ګورنر وياند عطاالله خوږياڼي ويلي دغه بريدونه د مامند، عبدالخېلو او مزده په سيمو کې شوي دي .
نوموړي ويلي په وژل شوؤ کې د داعش بهرني وسله وال او ځايي مشران يې هم شامل دي . د خوږياڼي په وينا بمبارۍ کې د داعش وسلې اومهمات له مينځه تللي دي .
د سيمې د خلکو په وينا تېره شپه د اچين په غرييزه سيمو کې څو ځله بمباري شوې خو دا مالومات نه لري چې په بمبارۍ کې مرګ ژوبله اوختې کنه ده اوختې .
د افغانستان ختيځې صوبې په اچين ضلع کې داعش اوس هم فعاليت لري .
بل لور ته چارواکو ويلي تېر مازيګر په کندوز کې د بې پائيلټه ډرون په بريد کې اته طالبان وژل شوي او په دغه ډول بريدونو کې په تېرو درېو ورځو کې د وژل شوؤ طالبانوشمېره ۱۵۰ ته ورسېده .
د خالي په مازيګر دغه بريدونه د دشت، ارچي او تره کيوپه سيمو کې ترسره شوي او د طالبانو يو مهم مشر قاري علي هم پکې وژل شوی دی .
د کندوز پوليس مشر محمدمعصوم هاشمي ويلي چې د بې پائيلټه الوتکو په بريدونو کې تر ۱۵۰ نه زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي .