بنګله دېش کې نن د جمعې په سحر مندر کې کار کوؤنکی يو هندو په بريد کې وژل شوی دی . پوليس ګڼي چې په ملک کې د مذهبي هندو لږکيو په ضد دا تازه وحشي بريد دی .
۶۲ کلن نيتيارانجن پند باندې په شمال ختيځه صوبه کې نامالومو حممله کوؤنکو بريد کړی او وژلی يې دی .
د وژنې د دې پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې ولې ځايي پوليسو ويلي دغه ډول بريدونه د داعش تنُدلاري کوي .
بنګله دېش کې په درې کاله موده کې په دغه ډول پېښو کې ۴۰ کسان وژل شوي دي او په وروستيو کې په دې پېښو کې تېزوالی راغلی دی .
تېره اونۍ په يو بريد کې هندو مذهببي مشر وژل شوی ؤ .
په وژل شوؤ کې فعالان، ازاد خياله پروفېسران او بلاګران هم شامل دي .
د نهې په ورځ د بنګله دېش ځواکونو په پلازمينه ډهاکه کې د عملياتو په مهال په بيلابيلو نښتو کې د داعش درې تُندلاري وژلي وو، ځواکونو دغه عمليات په بريدونو کې دککړو تُندلارو په ضد کړي وو .
بنګله دېش کې د رامنځته شوؤ ځينو پېښو زمه وارۍ داعش او القاعده قبولې کړي دي ولې بنګله دېشي چارواکي وايي چې بهرنۍ ترهګرې ډلې يې په ملک کې فعاليت نه لري .
د دې په ځاې چارواکي ځايي تُندلاري او سياسي مخالفين په دغو پېښو تورن کوي .
په سرکاري توګه ازاده خياله ملک بنګله دېش کې ۹۰ فيصده ابادي د مسلمانانو ده .