د تاریخي اثارو له منځه وړل او خرڅول د د اعش ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې په یوې عادي چارې بدل شوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې یو افغان او یو پاکستاني شرکت د نوي کابل بانک د اخیستلو لپاره دغه وزارت ته خپل وړاندیزونه سپارلي دي.
ولسمشر غني د بزرګرو په دودیزه میله کې وویل، بزرګرانو ته د اوبو په عادلانه ویش به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه کړي.
اروپا او روسیې د مریخ په اتموسفیر کې د علمي څېړنو او د ژوند د سرک د موندلو په مقصد ګډ فضایي ماموریت پیل کړ.
اردني هنرمندان هڅه کوي چې د پوهنتون د هغو محصلینو، ځوانانو او پیغلو د پوهاوي کچه لوړه کړي چې کیدای شي د سخت دریځو له خوا د جلب د جذب لپاره په نښه شوي وي.
ځوان انځورګر نثار ایثار اوس مهال په اندونیزیا کې د هنرونو په برخې کې لوړي زده کړي کوي او وایي په انځورنو کې یې تل د سولې پیغام نغښتی وي.
د افغان نشراتي مرکز آرشیف کمپیوټري یا ډیجیټلي شو. په دغه آرشیف د افغانستان د تیرو درېیو لسیزو د حالاتو عکسونه، غږونه او ویډیوګاني ساتل کیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو اثارو د بېرته ترلاسه کولو لپاره په نړیواله کچه کمپاین پیل کړی چې په جګړو کې نورو هیوادونو ته قاچاق شوي.
د لويې پکتيا د ځدراڼو د يوولسو ولسواليو قومي مشرانو له حکومته وغوښتل چې په سيمو کې يې پرمختيايي کارونو ډېره پاملرنه وکړي.
فرانسوي طنزي مجلې په وینو سور او کلاشینکوف په اوږه د یوه موجود کارتون خپور کړی او وايي قاتل لاهم آزاد ګرځي.
د افغان حکومت دوه وزارتونه په یو داسې کړنلاره کارکوي چې په پلي کیدو به یې په افغانستان کې په شاقه کارونو کې د ماشومانو د بوختیا مخه ونیول شي.