This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/3367011.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-06-18. The original page over time could change.
افغانستان کې طالبانو ١٢ کسان وژلي او ٥٠ يې تښتولي

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
خبرونه

افغانستان کې طالبانو ١٢ کسان وژلي او ٥٠ يې تښتولي


طاهري ويلي دغه ١٢ واړه کسان په بيلا بيلو وختونو کې تښتول شوي وو.

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

افغان چارواکي وايي طالبانو هاغه ١٢ حکومتي کارکوونکي وژلي چې هغوي اوس اوس په ناقراره ولايت غزني کې داوسنو جګړو په مهال نيولي وؤ.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دافغان پوځ يو استخباراتي افسر غلام محمد طاهري دشورو په ورځ ويلي دغو ١٢و وژل شوو کسانو کې ٧ پوليس،٣ پوځيان او دملي څارګرې ادارې سره کارکوونکي چارواکي شامل دي.

دهغه وينا وه دغه کسان دنهې په ورځ په اندړ اولسوالۍ کې وژل شوي او زياته کړې يې ده طالبانو سيمه ييز خلک دغه کسان دوژل کيدو په حال کې ليدو ته مجبور کړي وؤ.

طاهري ويلي دغه ١٢ واړه کسان په بيلا بيلو وختونو کې تښتول شوي وو.

هغه وويل طالب جنګيالو به دپکتيکا او پلازمينې کابل ترمينځ په غځيدلې لويه لار ګاډي اودرول او مسافر به يې نيول.

بل لوري ته دسيمه ييزو پوليسو يو وياند محفوظ الله اکبري خبري ادارې رويټرز ته ويلي دشمالي ښار کندوز سره نزدې شکمنو طالب جنګيالو دشورو په ورځ يو بس او يو ګاډى اودرولي او په دغو ګاډو کې ناست پنځوس واړه کسان يې يرغمال کړي دي.

هغه وويل دنيول شوو کسانو دراخوشې کولولپاره هڅې کوي.

تيره مياشت هم وسله والو کندوز کې درې بسونه نيولي وو،نهه کسان يې وژلي او ٢٠ يې دځان سره بوتلي وو.

ددغه پيښې پړه طالبانو په غاړه اخستې وه.

د افغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې یو امریکايي ډرون بريد کې تيره مياشت د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کيدو اؤ د طالبانو د نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده له ټاکل کيدو وروستو طالبانو ټول افغانستان کې د افغان حکومت اؤ عسکرو په ضد خپله د بريدونو لړۍ نوره هم چټک کړې ده.

اؤ د طالبانو نوي مشر ملا اخندزاده په زغرده ويلي چې د افغان حکومت سره به خبرې نه بلکې جګړه کوي

Back to top
XS
SM
MD
LG