د تُندوره ډلې داعش د ولقې لاندې فلوجه ښار کې جګړه توده شوې او په جګړه کې د عامو ملکي وګړو وژنې سېوا شوي دي .
د ناروی د کډوالو د کونسل جان اجلېنډ ويلي " په فلوجه کې د خلکو وژنې سېوا کيږي د دواړو خواؤ نه ډزو کې کورنۍ هدف وګرځېدی او خلکو ته د وتلو دپاره خوندي لاره نشته " .
عراقي ځواکونو د فلوجه بيرته نيولو دپاره عمليات پېل کړي دي .
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته داسې راپورونه ترلاسه شوي چې د درنې وسلې د ګوله بارۍ له امله د عامو خلکو وژنې سېوا شوي او يا خلک په خپلو کورونو کې د ملبې لاندې راغلي مړه شوي دي .
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند ويليم اسپينډلر ويلي " داسې راپورونه ترلاسه شوي چې د داعش وسله وال په سلګونو کورنۍ د ډهال په توګه کاروي " .
خواؤشا ۶۲۵ کورنۍ تېره اونۍ له جنګه په تښته کې بريالۍ دي .
عراقي ځواکونه د داعش سره د همدردۍ لرلو د اندېښنې له امله سړي ځانله کوي او پړتال يې کوي ځکه چې دوې د دوه کالو نه د زياتې مودې د داعش د ولقې لاندې ښار کې اوسېدلي دي .
اسپنډلر ويلي " نزدې د ۵۰۰ سړي او د ۱۲ کالو نه زيات عمر والا هلکان د پړتال د عمل نه تېرولی شي او په دې کار کې د پينځه ؤ نه تر اووه پورې ورځې لګېدی شي " .
يو کډوال چې خپل نوم يې اياد ويلي وايس اف امريکا سره خبرو کې د پړتال د عمل په اړه ويلي " هغوې زما نه د حشد الشعبي او عراقي ځواکونو په اړه پوښتنې کړي" . د هغه اشاره د شيعه ملېشې پله وه کوم چې د عراقي ځواکونو سره يو ځاې جنګيږي .
اياد ټيلي فوني مرکه کې د خپل مترجم (ژباړن) د لارې ويلي " هغوي وئيل که ستا نوم مونږ ته زمونږ په ډېټا (ريکارډ) کې مېلاؤ شو مونږ به تا مړ کړواو که ته پاک يې مونږ سره په امن پاتې کېدی شي " .
د حشد الشعبي د داعش په ضد جګړه کې مهم رول دی او د دغو ايران پلوه ملېشې په اړه وئيل کيږي چې دا د عراقي ځواکونو نه ښه تربيت يافته ده .
ولې نور ډېر د داعش په ضد جګړه کې د شيعه ؤ په قوي موجودګۍ په ويره کې دي د چا چې د سُني ابادۍ والا علاقې په لاسو کې دي په داسې حالاتو کې په ملک کې د وړاندې نه په مسلکي بنياد تقسيم نور د کړکېچ ښکار کېدی شي .
بغداد کې يو شمېر سُنيان وايي دوې د شيعه ملېشې د ويرې لاندې ژوند کوي . د بشري حقونو تنظيمونو په تېر وخت کې د شيعه ملېشې د لاسه د سرغړونو ويلي دي .
قانون ساز او د قامي امنيت پخواني مشاور موافق الربيع د داعش په ضد جګړه کې د حشد د کردار دفاع کړې ده .
ربيع وايس اف امريکا ته ويلي " زما په خيال حشد الشعبي له زمونږ د علاقو په ازادولو کې مهم رول لوبول پکار ؤ او هغه لګيادي ادا کوي يې" .
هغه ويلي حشد الشعبي د داعش په ضد په ګوريله طرز جګړه کوي دا روايتي انداز نه دی په کومه طريقه چې عراقي پوځ جنګيږي .
هغه ويلي د عراقي پوځ، پوليس او ترهګرۍ په ضد عمليات کوؤنکي په روايتي طريقه جنګيږي ځکه تباهي زياته رامنځته کيږي . نوموړي ويلي په رامادي کې هم د دغه ډول جګړې له امله ۸۰ فيصده ښار تباه شوی ؤ .