د فلپائن پوځ د اتوار په ورځ وئيلي د بېزيلان صوبې په جنوب ختيځ ټاپو کې د ابوصياف تُندلارو سره د ۱۰ساعتو په جګړه کې ۱۸عسکر وژل شوي او د ۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .
پوځي وياند وئيلي دخالي په ورځ جګړه کې پينځه وسله وال وژل شوي او د۲۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .
د فلپائن ورځپاڼې انکوائرر خبر ورکړی چې په وژل شوؤ عسکرو کې د څلورو نه سرونه هم غوڅ کړی شوي دي .
چارواکو وئيلي پوځ د تېرو دوه اونو راهسې په بېزيلان او نزدې جوسو ټاپو کې د وسله والو لټون پېل کړی چې ۱۸ بهرنيان ترې راخوشي کړي . تېر کال د ځايي ساحل نه تښتوؤل شوؤ کسانو کې دکېنېډا او يورپ کسان شامل دي .
ابوسياف وروستو د ځينو تښتوؤل شوؤ اسيرانو ويډيوز خپرې کړې وې چې پکې هغوې د خپلو حکومتونو نه د ځان محفوظ کولو غوښتنې کړې وې . وسله والو د جمعې د ورځې پورې د تاوان نه منلو په صورت کې د اسيرانو نه د سرونو غوڅولو دړکه هم ورکړې وه .
ابوسياف ډله چې اوس ځانله مورو اسلامک فرنټ جوړيږي په کال ۱۹۹۱م کې د القاعده په مالي مرسته جوړه شوې وه . ملګرو ملتونو، اسټريليا، کېنېډا، انډونيشيا، مليشيا، فلپائن، متحده عرب امارات، برطانيې او امريکا ابوسياف ترهګره ډله ګرځولې ده .
د ابوسياف موجوده مشر اسنيلون توتوني هابيلون په کال ۲۰۱۴م کې د داعش (دولت اسلامي) مشر ابوبکر البغدادي په لاس بېعت کړی دی .