امريکې او چين د ملګرو ملتونو په يو قرارداد اتفاق کړی د کوم لاندې به چې د شمالي کوريا لخوا روان کال د جوهري او ميزائيل تجربو کولو په سر د دغه ملک په ضد نور سخت بنديزونه ولګول شي .
د ملګرو ملتونو سفارتکارو د شورو (چارشنبې) په ورځ خبريالانو د نوؤ بندېزونو د مسودې په اړه احوال تېر کړی دی ، نن د زيارت په ورځ به په دغه مسله باندې د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غونډه کيږي .
هيله ده چې په غونډه کې د امريکې او چين لخوا د ګډو بندېزونو په مسوده خبرې اترې وشي .
دغه اعلان په داسې وخت کی شوی دی چې د چين خارجه وزير وانګ يي د واشنګټن په سفر دی، او هلته يې د نهې په ورځ خارجه وزير جان کېري او شورو په ورځ د قامي سلامتۍ صلاح کارې سوزن رائس سره ليدلي دي .
د قامي سلامتۍ د کونسل وياند نېډپرائس وئيلي چې سوزن رائس او وانګ يي د شمالي کوريا په تجربو باندې په يو کلک او ګډ سخت غبرګون باندې صلاح وو ، په کوم کې چې د سلامتي کونسل يو قرارداد هم شامل دی او دا د وړاندينو قراردادونو نه زيات سخت دی .
چين د شمالي کوريا په جوهري او ميزائيل تجربو باندې سختې نيوکې کړي دي ولې په تېر وخت کې چين له دې وجې د سختو ګامونو پورته کولو نه په ويره کې ؤ چې له دې امله به د پيانګ يانګ حکومت نسکور شي او د هغې وروستو به د پولې د پورې غاړې نه چين ته کډوال رامات شي .
تېره اونۍ صدر اوباما په يو بل دستخط کړی ؤ په کوم کې چې امريکې په شمالي کوريا د جوهري او ميزايل تجربو په ځواب کې نوي بنديزونه لګولي دي .
د دغه قانون لاندې د پيانګ يانګ په جوهري وسلو او ميزايل پروګرام کې د څه قسمه ملاتړ کوؤنکو، د سائبرحملو او بشري حقونو د خلاف ورزۍ کوؤنکو باندې د لازمي بنديزونو لګولو وئيل شوي وو .
د پراخه کړی شوؤ بنديزونو مقصد د شمالي کوريا د وړو جوهري وسلو جوړولو او لرې هدف ويشتونکو ميزايلو جوړولو په وسايلو باندې قدغن لګول ؤ .
د دغه قانون لاندې د امريکا لخوا په پورته کړی شوؤ ګامونو کې د راتلونکو پينځه ؤ کالو دپاره په شمالي کوريا کې د ريډيو نشريات او انساني خواخوږۍ په اساس د امدادي پروژو دپاره د پينځه کروړه ډالرو ورکولو مرستې هم شاملي دي .