نریندره مودي په خپل وینا کې وویل د امریکا او هند د اړیکو او گټه ورې همکارۍ د سفر بنیاد ایښودل شوی دی او دواړه د یو بل په ملگرتیا په نړۍ کې ډیر څه کولی شي. ده وویل مشکلات شاته پاتې دي او د ملگرتیا د وړاندې تگ دپاره حالات سازگار شوي دي
هيلري کلنټن د ډيموکريټکس ګوند لخوا صدارتي کانديده جوړېدو کې بريالۍ کېدو پله روانه او نوی تاريخ رقم کوي . هغه وړومبۍ ښځينه امريکايي ده چې د صدارت د کانديد دپاره زغل کې د ېوې غټې ډلې استازيتوب کوي .
واشنگټن ته د ښاغلي مودي د سفر او د صدر اوباما سره د هغه د ملاقات په اړه وایټ هاوس په خپله ویب پاڼه ویلي امریکې ته د هندي وزیراعظم دوره ښايي په کال ٢٠١٥ کې د صدر براک اوباما د هندوستان د سفرو ورسته د دواړو هیوادونو تعلقات نور هم ژور شوې دي
په شام کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په اړه د سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس نومې تنظیم وايي د اپریل د میاشت د دویشتمې نیټې راهسې د هیواد په شمال کې په الیپو ښار کې د ٥٠٠ نه زیات ملکي کسان وژل شوي او ٢٦٠٠ نور زخمیان شوې دي
د افغانستان په جنوبي صوبه هلمند کې د اتوار په ورځ د امريکا خبريال ډېوډګيلکي او د هغه افغان ژباړن ذبيح الله تمنا په يو بريد کې وژل شوي دي .
د امريکې صدر باراک اوباما امريکا او ګرده نړۍ کې مسلمانانو ته د روژې د مياشتې په راتګ خپله او د مېرمن مشيل اوباما لخوا مبارکي وئيلې ده .
په افغانستان کې د امریکا او د پاکستان د تگ لارې په اړه حامد کرزي وویل ددغه دوو اهداف، ددغه دووکړنې، ددغه دوو گاهې سره همکاري، گاهې سره شخړ" د افغانستان د بدبختۍ باعث دي
د امريکې د باکسنګ (سوک وهنې) اتل او پخوانی (هېوي ويټ چيمپيئن) محمدعلي د ۷۴ کالو په عمر کې په حق ورسېدو .
کال ٢٠١٤م کې دافغان ولسمشر اشرف غني دصدارت په چوکۍ دکښيناستو څخه وروستو چې کله طالبانو سره دجوړجاړي عمل زور ونيولو نو يو شمير خلک په دې نظر وو چې دغه عمل کې دچين خوښۍ سره يوه هيله پيدا شوې ده.
په موغادیشو کې د حملې نه څو گنټې وړاندې چارواکو د الشباب د یو کمانډر د وژنې دعوه وکړه. د مامورینو د وینا ترمخه د الشباب د امنیت څانگې مشر محمد محمود وژل شوی دی. ویل کیږي محمد محمود تیر کال په گریسا یونیورسټي کالج کینیا کې د قتل عام مشري کړې وه. په دغه حمله کې ١۴٨ کسان وژل شوې وو چې زیاتره طالب علمان وو
صدر بارک اوبامه خپله اونیزه وینا کې وئیلې د خپلو ژوند د لاسه ورکونکو پوځیانو قرض چرې هم نشي ادا کولې . میموریل ډی یا د یادگیرنې ورځ په ړومبي ځل کال اتلس سوه اته شپیته کی د خانه جنگۍ دری کاله روستو د ارلنگټن په مقبره کی نمانځلی شوې وه
ډله وايي چې د خبرو اترو لپاره يي دوه بنېادي غوښتنې دي، اولنۍ دا چې په افغانستان کې دې اسلامي نظام پر ځاې شي او دویمه دا چې ټول بهرني عسکردې د هیواد نه اوځي
دامريکا دکيليفورنيا رياست په سان ډياګو ښار کې دريپبلکن ګونددصدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ دپلويانو او مخالفينو ترمينځ نښته شوې ده.
دافغان پولې ترڅنګ پاکستان کې يو امريکايي ډرون بريد کې دطالب مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو دپيښې دڅو ورځو تيريدو باوجود هم دا نه ده په ډاګه شوې چې امريکا ته دغه ځايې کې دملا منصور دموجوديت په اړه خبر څنګه ترلاسه شوى و.
د نړۍ د اووه شتمنو هیوادونو مشرانو ویلي دي دا وخت د دويي لومړۍ هدف د نړۍ اقتصادي بازار ته وده ورکول دي-
دامريکا ولسمشر براک اوباما دجمعې په ورځ دجاپان دهيرو شيما ښار سفر کړى.
امريکا ويلي دي دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور ناڅاپي خطره ګڼل شوې او په نخښه کړل شوى او په هغه ترسره شوى بريد طالبانو لپاره ډاګيزه اشاره ده چې امن او جوړجاړى دهغوي لپاره يواځينۍ لار ده.
دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي دافغان طالبانو ديو سخت دريځي مشر دټاکل کيدو څخه وروستو ددې خبرې امکان دى چې طالبان به خپله دتشدد تګلاره دوامداره وساتي.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ددغه هيواد په بلوچستان ايالت کې دافغان طالبانو په مشر په ترسره شوي ډرون بريد دانديښنې څرګندونه کړې او ويلي يې دي دغه بريد سره ددواړو هيوادونو اړيکې اغيزمنې کيدى شي.
افغان طالبانو دامريکايي بې پيلوټه الوتکې يا ډرون بريد کې دخپل مشر ملا محمد اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى او دهغه مرستيال مولوي هيبت الله اخونزاده يې د خپلې ډلې نوى مشر ټاکلى دى.
نیویارک ټائمز ورځپاڼې سږ کال د مۍ په اوومه نیټه خپل یو رپورټ کې لیکلې چې د طالبانو ترمنځه اختلافونه لرې کولو او د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني د اختر منصور د مرستیال په توگه راوستلو کې د پاکستاني فوجي استخباراتي ادارې ايي ایس ايي لاس و
په بلوچستان کې د ډوړن په وړمۍ حمله د ملااختر منصور د وژل کیدو تصدیق د امریکې صدر براک اوباما د گل، دوشنبې، په ورځ د ویت نام سرښار هنوی کې په یو خبري کانفرنس کې وکړو. هغه وویل د یو داسې "تنظیم مشر لمینځه وړلی شوی دی چې د امریکائي او اتحادي ځواکونو خلاف يي د حملو منصوبه سازي کوله او حملو کولو ته يي دوام ورکړی و."