دپوليسو وينا ده دزيارت په سحر دعراق پلازمينه بغداد کې دوو موټري بم چاودنو کې لږ ترلږه ٢٢ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي دافغانستان پکتيکا ولايت کې ديوې بې پيلوته امريکايي جاسوسي الوتکې يا ډرون بريد کې دتندروه ډلې حقاني شبکې يو کمانډرسراج الدين خادمي وژل شوى دى.
د وايس اف امريکا (وي او ای) د دوه خبريالانو په شمول درې ژورنالستانو د شورو په ورځ د ترکي په مديت سيمه کې د بمي چاؤدنې کورېج کولو او په دغه وخت کې پرې ځايې خلکو پرې بريد کړی دی .
د اسرائيل پلازمينه تل ابيب کې د شورو په ماښام دوه فلسطينيانو د دفاع وزارت سره نزدې د ګڼې ګونې په يو مارکيټ کې ډزې کړي څلور کسان يې وژلي او پينځه يې ژوبل کړي دي .
دپاکستان دپنجاب ايالت سرښار لاهور کې يوې مور خپله لور له دې امله ژوندۍ سوځولې چې هغې دخپلې خوښې واده کړى و.
نریندره مودي په خپل وینا کې وویل د امریکا او هند د اړیکو او گټه ورې همکارۍ د سفر بنیاد ایښودل شوی دی او دواړه د یو بل په ملگرتیا په نړۍ کې ډیر څه کولی شي. ده وویل مشکلات شاته پاتې دي او د ملگرتیا د وړاندې تگ دپاره حالات سازگار شوي دي
د اټلي پوليس د شورو په ورځ ويلي سوډان ورته هغه مشکوک کس سپارلی چې کډوال به يې اټلي ته قاچاق کول .
ترک وزيراعظم بنالي يلدريم دشورو په ورځ ويلي دسوريې دپولې ترڅنګ دپوليسو ديوې تاڼې څه بهر شوې بمي چاودنه کې يو پوليس افسر او دوه اولسي وګړي وژل شوي دي، پيښه کې ٣٠ کسان ژوبل شوي هم دي.
د پاکستان بلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې نامالومو وسله والو د قانون د کالج (يونيورسټي لا کالج) پرنسپل په ډزو وژلی دی .
افغان چارواکي وايي طالبانو هاغه ١٢ حکومتي کارکوونکي وژلي چې هغوي اوس اوس په ناقراره ولايت غزني کې داوسنو جګړو په مهال نيولي وؤ.
هيلري کلنټن د ډيموکريټکس ګوند لخوا صدارتي کانديده جوړېدو کې بريالۍ کېدو پله روانه او نوی تاريخ رقم کوي . هغه وړومبۍ ښځينه امريکايي ده چې د صدارت د کانديد دپاره زغل کې د ېوې غټې ډلې استازيتوب کوي .