This version of the page http://www.voadeewaradio.com/a/fata-pakistan/3052000.html (0.0.0.0) stored by archive.org.ua. It represents a snapshot of the page as of 2016-06-09. The original page over time could change.
بونېر گله پارلیمان په قبایلوپورې ټوقه وکړه؟

لاس رسیدونکی لینک

  • دلته نه وړاندې مرکزي جُزیاتو ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • دلته نه مخکې مرکزي لټون ته واوړئ
  • Learning English
ژبې
Rahman Bunairee Blog

بونېر گله پارلیمان په قبایلوپورې ټوقه وکړه؟

  • رحمان بونیری

بونیر گله! مونږ شپیته کاله پاکستان له بې تنخوا څوکیداري کړیده-

  • Share on Facebook
  • Share on Twitter
  • Share on Google+
  • دوست ته استول

بونیر گله لانجه داسې وشوه چې د برابرۍ او د ايني حقونو لپاره د شپېتو کاله راهسې روانه د پاکستان د قبایلو سیاسي مبارزه د پاکستان په پارلیمان کې په یوه گینټه کې د پښو د لاندې شوه –

د سپين روبي مشر محمد رسول کاکا غږ دروند و ، مرۍ یې ټقیدله او دغم ، بې وسۍ ، بې څوکه او بې اسرې کیدلو احساس یې لرلو—

رسول کاکا د کرمې د علاقې دی، د پاکستان په پېښور کې یې څه موده د یو وکيل صیب سره کار کوو خو وس بوډا شوی دی او په خپله علاقه کې پاتې کیږي —اکثره ماته په ټيلېفون د خپل کور کلي قیصې کوي - د خپلو بې وسو، بې وزلو ذکر کوي – د رسول کاکا په غږ کې یې مایوسي کله هم نه وي یو امید وي — البته کله کله گیله من او یا مرور ضرور وي— گیله من کیدل یا مرور کیدل د خپلو نه کیږي – رسول کاکا زما د یوشاعر ملگري په شان ماته د مينې نه بونیر گل واېي-

نن چې رسول کاکا راته ټيلیفون وکړو نو د پاکستان نه بیخي ناامیده شوی ښکاریدلو –

بونیر گله! مونږ شپیته کاله پاکستان له بې تنخوا څوکیداري کړیده- د خپل وطن په سينه راښکلی د فیرنگي کرښې ډیورنډ نه مو کله هم د پاکستان نه بې تپوسه پښه نه ده اړولی-

بونیر گله تاته پته ده چې پاکستان تل د خپلو پټو ژورو پوځي تگ لارو لپاره د قبایلو نا هم سړي اڼولي دي او هم یې ورله په زمکه مورچې والې دي—

رسول کاکا دغه شان اکثره نور خلق هم واېي- خو نن څه چل وشوتاسو خو ډیر خفه ښکارۍ؟ ما په منځ کې تپوس وکړو-

بونیر گله! ځمونږه سیاسي مشرانو، وکیلانو طالبعلمانو او ممبرانو په ډیره خوارۍ یو بل تیار کړو— مطلب یې دا و چې د پاکستان پارلیمان دې پرې بحث وکړي چې ایا د فاټا میلینو خلقو ته هم لکه د نور پاکستان په رنگه سیاسي، ایني او عدالتي حق پکار دې که نا! او د فیرنگي د وخت تور قانون ایف سي آر ختمیدل پکار دي که نا ؟!—

بونیر گله دغه بل ته ځمونږه سترگې وې- مونږ گڼل چې وس وخت راغلی دی چې پاکستان ته به احساس شوې وي چې قبایل ډیر وټکیدل، میندې خویندې یې سر توری او بچیان یې یتيمان او بې سواده دي، په وطن یې یو خواته یرغلگرو او بلې خواته عسکرومورچې والې دي-- د وطن د حفاظت په نوم پکې د بارودو کارخانې روانې دي- او په هرکلي او گودر کې یې د وینو خړوبي ولاړ دي- مونږ فکر کو ددغه هیواد پارلیمان به وس ځمونږه خبری ته ارو مرو غوږ ونيسي— ځمونږ فریاد به واوري-

خو بونیر گله! د پاکستان پارلیمان خو هډو ځمونږه خبره اوریدل ضروري ونه گڼل -- چې کله په پارلیمان کې ځمونږه په بل د خبرو وخت رانزدې شو نو سپيکرصیب د پار لیمان د غونډې د ختمولو اعلان وکړو—

رسول کاکا تاسو خفه کیږۍ مه- خیر دې- سبا یا بله ورځ به بیا ستاسو په بل بحث وشي......

بونیر گله ته د پارلیماني چارو نه نا خبره ښکارې- نن چې کوم بل په ایجنډه کې و که په هغې نن خبره ونه شوه نو دغه بل لاړوسر یې وخوړو—

د پاکستان پارلیمان راپورې ټوقه وکړه بونیر گله!!

خو کاکا زما معلومات دادي چې د پاکستان حکومت ستاسو ددغه خبرو اوریدلو لپاره یوه کمیټي هم جوړه کړیده — دغه کمیټي به ستاسو خبره اوري— زما خبره لا پوره نه وه چې رسول کاکا بیا شورو شو—

یره بونیر گله ته هم ډیرعجيبه خبریال یې چې کمیټي جوړه شوه خو دوهوکه وشوه کنه- ته ماته یاد که چې په پاکستان تر اوسه کومې کمېټۍ څه فېصله کړي وي—او چې ټول کارونه کمیټۍ کوي نو دا پارلیمان یې بیا تش تقریرونو کولو له جوړ شوی دی!؟

ښه نو رسول کا کا بیا؟

بیا څه..

دا خپل مټاق تندی وس غر ته نيسم — مات خو به شي که نور ترې هېڅ جوړ نه شي

Back to top
XS
SM
MD
LG